د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیاني او ډنفرډ اسلام اباد کې له یو بل سره لیدلي دي


کابل/ اسلام اباد - د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفرډ د شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له یو بل سره لیدلي دي.


په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو سوله ساتي ځواکونو (ایساف) له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د همکاري په زياتوالو او د سیمه یيز استحکام په اړه خبرې وکړي.

دا د ډنفرډ پاکستان ته د ايساف د مشر په حيث دويم سفر دی.

ډنفرډ د ملاقات په اړه وايي چې د سيمه یيز ثبات له پاره د ايساف، پاکستان او د افغانستان ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

پاکستانۍ رسنۍ د جنرال کياني په حواله وايي چې په افغانستان کې د پخلاینۍ په بهير کې د پاکستان کردار ډېر مهم دي او په دې لړ کې به پاکستان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ډنفرډ، کياني او د پاکستان پوځ ته د مې ۱۱مې انتخاباتو په سوله ییزه توګه تر سره کولو مبارکي ورکړه.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG