د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې وسله وال طالبان وژل شوي دي



کلات - د افغانستان زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د عملياتو، چاودنې او خپلمنځي نښتې په پايله کې اتو تنو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.


دوی وايي، له نيول شويو وسله والو سره ماينونه او نور چوونکي توکي هم نيول شوي دي.

چارواکي وايي، د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو دوو ډلو نښته سره کړې ده، چې په کې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

دوی وايي، په دې سربېره په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو په يوه زېرمه کې چاودنه شوې، چې درې تنه يې وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د نوبهار ولسوال محمد وزير جوادي وايي، خپل منځي نښته وړمه شپه د کوچي طالبانو د دوو ډلو تر منځ شوې او چاودنه بيا پرون د نوبهار د غيبي خېلو په کلي کې شوې ده.

((طالبانو بارود راوړي ول، د غيبي خېلو په کلي کې يې په خپل ډېپو کې ځای پر ځای کول چې چاودنه شوې ده، په دغه پېښه کې درې تنه مړه شوي او دوه يې ټپيان دي، بل بيا د طالبانو د کوچيانو دوو قومندانانو په خپلو منځو کې جنګ سره کړی دی. يو حاجي بشير نيازی دی، بل ملا محمد غياث چې په متقي مشهور دی. له يوه جانبه يو نفر مړ دی له بله دوه ټپيان دي.))

بله خوا بيا د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، چې افغان ځواکونو له پرون راهيسې د دغه ولايت په سيوري ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې پکې شپږ تنه وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

دی وايي، له نيولو شويو کسانو سره يې وسلې، پینځه کړۍ بوشکه يي ماينونه او نور چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.

((دوه نفره وسله والو مو يو ځای له ماينونو سره ژوندي نيولي دي، په سيوري کې مو څلور نو وسله وال له پینځو بوشکه يي ماينونو سره چې را لېږدول يې نيولي دي.))

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په زابل کې د هوا له تودېدو سره يو ځل بيا د وسله والو شمېر هم زيات شوی دی، چې وخت په وخت پر افغان سرتېرو بريدونه، له هغوی سره نښتې او چاودنې کوي.
XS
SM
MD
LG