د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د انتخاباتو په لړکې د حملو شمېر


شاهین بونیری
د پاکستان د سولې مطالعاتي ادارې پاکستان کې په اوسنیو انتخاباتو کې د ترهګرو ټولېو له خوا د ځینې سیاسي ګوندونو په مشرانو او غړو د بریدونو په موضوع یو رپورټ خپور کړی دی.



په رپورټ کې راغلي دي، چې د انتخاباتو له پاره د کیمپېن پر وخت د عوامي نیشنل ګوند په کاندیدانو، کارکونکو، انتخابي غونډو او دفترونو د تحریک طالبان پاکستان او مرستیالو وسله والو ټولېو له خوا له ټولو ډېر بریدونه شوي دي.

د پاکستان د سولې مطالعاتي ادارې په خپل راپور کې لیکلي، د جنورۍ د وړومبۍ نیټې نه د مې د ۱۵مې نیټې پورې په پاکستان کې په سیاسي مشرانو، کارکونکواو راې ورکونکو د ترهه ګرو له خوا یوسل اته څلویښت بریدونه شوي دي چې ۲۹۸ کسان يې وژلي او نور ۸۸۵ يې زخمیان کړي دي.

تر ملت پاله عوامي نیشنل ګوند نه وروسته پیپلز ګوند او متحده قامي ګوند هم د بریدونو ښکار شوي دي.

په ترهګرو بریدونو کې ۱۰۸ اته تحریک طالبان پاکستان او ۴۰ بریدونه بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو ترلاسه کړي دي.

په ټولو هغه سیمو کې چې عوامي نیشنل ګوند ترې په انتخاباتو کې برخه اخیسته د ګوند په کارکوونکو او مشرانو ۳۷ ترهګر بریدونه شوي دي.

د پاکستان مسلم لیګ ګوند هم په پنجاب او بلوچستان کې د لسو بریدونو ښکار شوې دی.

پر جمیعت علمای اسلام او جماعت اسلامي په سېند ، بلوچستان، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا صوبه کې بریدونه شوي دي خو په راپور کې د بریدونو شمېره نه ده ښودل شوی.

د صوبو یا ولایتونو په کچه په خیبر پښتونخوا کې ۵۰، په بلوچستان کې ۴۹، په سېند کې ۳۰، په قبایلي سیمو کې ۱۲ او په پنجاب کې ۷ د ترهګرۍ بریدونه تر سره شوي دي.

د ادارې د راپور تر مخه د سېند صوبې کراچۍ ښار کې وسله والو ۷۰ بریدونه کړي دي.

رپورټ په پای کې لیکي، چې له ترهګرۍ د بریدونه سره څنګ په څنګ د سیاست سره تړلي د تشدد پېښې هم شوي دي چې په نتیجه کې يې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو سره تړلي ۱۲۸ سیاسي کارکوونکي وژل شوي او نور ۱۴۲ زخمیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG