د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني چاودنې: د وژل شویو شمېر له ۲۰ زیات شوی دی




غزني - د اففانستان د غزني چارواکي وايي، د جمعې په ماښام ناوخته د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې په يو جومات کې چاودنې شوې دي، چې له امله يې تر اوسه پورې ۱۰ تنه کليوال وژل شوي او ټپيان شوي دي، دوی وايي، په دغو چاودنو کې وسله والو ته اوښتې مرګ ژوبله تر کليوالو ډېره زياته ده.


چاودنې تېرماښام د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې د ماښام تر لمانځه وروسته په يو جومات کې شوې دي، چې له امله يې تر اوسه پورې څلور تنه کليوال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، يوې ډلې طالبانو چې ماينونه هم ورسره وو، د علي جان په جومات کې يې له کلیوالو سره د ماښام لمونځ کاوو، چې ماين يې چاودېدلی او جومات ورباندې را نړېدلی دی.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، په پېښه کې ټول څلور تنه کليوال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دی وايي، له نړېدلي جومات څخه د اتو تنو طالبانو جسدونه هم را ايستل شوي دي، خو وايي، طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله د دې دوه برابره ده. خو طالبان يې پټوي.

د ده په خبره، ځينو سرچينو په پېښه کې د طالبانو د وژلو شويو کسانو شمېر ۱۵ تنه ورښوولی دی.

((وروستۍ شمېره دا ده، چې شپږ تنه ملکي خلک ټپيان دي، چې درې يې غزني ته او درې يې د ولسوالۍ کلنيک ته لېږدول شوي. په دغو چاودنو کې څلور تنه نور کليوال وژل شوي دي. ولې د طالبانو مړي يې پټ کړي دي. خلکو وويل، چې تر انفجار وروسته طالبانو خلکو ته سپکې سپورې ويلې او څوک يې د پېښې ځای ته نه پرېښودل. خو شېبه مخکې يو چا زنګ راته وواهه، ويل يې په چاودنو کې پنځلس تنه طالبان وژل شوي دي.))

خو په اندړو کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان انجينېر لطف الله کامران پېښه د ځانمرګو چاودنې بولي.

دی وايي، په طالبانو کې دوه تنه ځانمرګي هم شامل وو، چې د لمانځه پر مهال چاودېدلي او سرونه يې اوس په سيمه کې پيدا شوي دي.

کامران په چاودنو کې د وژلو شويو طالبانو شمېر ۱۲ او د ټپي شويو هغو پنځلس ښيي.

((دوی انتحاريانو راوستي وو، د لمانځه پر مهال هماغه انتحاريان ځنې پټاو شوي دي. د انتحاريانو دوه سرونه اوس په سيمه کې کليوالو پيدا کړي دي. په پېښه کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي، چې جوی شش کلي ته يې لېږدولي او ځينې يې کوټې ته د درملنې لپاره وړي دي.))

بله خوا بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، هم مني چې په جومات کې د لمانځه پر مهال د طالبانو ماينونه چاودېدلي دي.

خو وسله والو او کليوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره نه لري.
XS
SM
MD
LG