د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د سولې پراخه جشن جوړ شو



نجیب الله الوخیل
په خوست ښار کې د ځايي چارواکیو او یو شمیر ټولنیزو سازمانونو او مدني بنسټونو په نووښت د سولې پراخه جشن جوړ شوی وو.

په یاد جشن کې د هیواد د نامتو سندرغاړو له خوا په زړه پورې کنسرټونه ، د ممثلینو په واسطه تمثیلي ټوټې او همدارنګه ورزشکارانو سپورټي نمایشات نندارې ته وړاندې کړل.

د یاد جشن ګډونوال دا ډول برنامې د سوله ییز فکر په خورولو کې ارزښتناکه بولي او وړاندیز کوي، چې دې ته ورته جشنونه او برنامې دې دوام پیدا کړي:

د خوست اوسیدونکي وايي، د سولې لپاره داسې برنامې، چې په کې خلک په پراخه کچه برخه واخلي او په هغه کې د خلکو په منځ کې سوله ییز فکر خوریږي او د خلکو تر منځ د تفاهم،متقابل باور او زغم کلتور وده کوي، په اوسني وخت کې ځکه ارزښتناکه اړتیا بلل کیږي، چې افغانان تر هر څه ډېر سولې ته لیواله دي.

د خوست تر دوه زره زیات اوسیدونکي،چې وړمه شپه تر سهاره په خوست ښار کې د سولې په جشن کې سره راغونډ شوي ول، د یاد جشن له شیبو څخه خوښ ول او ویل يې،چې دا ډول برنامې باید دوام ومومي.

یاد جشن،چې د ولایت مقام او په خوست کې د یو شمیر مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو په نووښت جوړ شوی وو، په کې د بیلابیلو ولایتونو څخه هم ګڼو میلمنو،ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو،د هیواد په کچه نامتو سندرغاړو، ممثلینو او د جشن مینه والو برخه اخیستې وه.
د چارو شنونکی قاضي محمد حسن حقیار چې په جشن کې د ګډون لپاره خوست ته راغلی وايي:

((واقعاً یو خوندور جشن وو، په زړه پورې وو،دا ډول جشنونه،دا رنګه همغږیانې،دا رنګه په یوه ټغر باندې راټولیدل،د سولې لپاره د نورو فکټورونو تر څنګ، چې باید پرې کار وشي یو ښه فکټور دا هم دی، چې د خلکو اذهان سولې ، تفاهم او مذاکراتو ته راوړوي.))

لیکوال او ژورنالیست زاهد شاه انګار د سولې جشن د ارزښت په اړه وايي،په داسو شرایطو کې چې خلک هره ورځ د نا امنیو خبرونه اوري،په دې ډول برنامو سره لږ تر لږه دا فرصت پیدا کوي، چې د سولې په اړه د زړه ارمانونه راوسپړي:

((فکر کوم د افغانستان پدې شرایطو کې،چې د مرګ او ژوبلې خبرونه اورو،د چاودنو خبرونه اورو، دا ډول هڅې به لږ تر لږه دې لوري ته یوه لاره پرانیزي،چې خلک هغه څه چې د سولې په تړاو يې په زړونو کې لري،هغه ورو ورو راوسپړي او دا نعره پورته کړي،چې موږه سوله غواړو.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د جشن ګډونوالو ته وویل،چې افغانانو ته بایده دي د جومات د ممبر،ښوونځي او کلي څخه دسولې اواز راپورته کړي،تر څو هغه کسان چې ژوند يې په شرارت ولاړ دی،یا يې خلک وپيژنې او یا له منځه ولاړ شي:

((زه فکر کوم که اوس هم بیداره او هوښیار نشو،اوس هم پدې مبارزه کې یو لاس نشو او کچیرې پدې لاره کې قرباني ورنکړو،هیڅکه به موږ او تاسو پرمختللی،اباد او با عزته ژوند ونلرو،نو په کار ده،چې له خپل جومات څخه د سولې اواز راپورته کړو،له خپل ښوونځي څخه د سولې اواز راپورته کړو،په کلي کې ځوانان،علما کرام،قومي مشران د سولې اواز راپورته کړي،له هر کنج څخه دسولې اواز راپورته کړو،بالاخره هغه څوک چې پدې شوم فکر او مفکوره اخته وي،یا به شرمیږي،یا به ورکیږي.))

په خوست کې د سولې جشن تر سهاره دوام وکړ او په کې استاد ګلزمان، عبدالحمید کندهاري،ج اوید امیرخیل،خیرمحمد خندان او همدارنګه نورو سیمه ییزو سندرغاړو په زړه پورې کنسرټونه اجرا کړل او د تیاتر ممثلینو په زړه پورې ډرامې همدارنګه یو شمیر ورزشکارنو سپورټې نمایشونه ترسره کړل،چې د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

د یادونې وړ ده پخوا هم د خوست یو شمیر ولسوالیو لکه ځاځي میدان، سپیره او تڼیو ته د سولې کاروانونه تللي ،چې خلکو په کې په پراخه کچه برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG