د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهاجرت اداره: کابل حملې ځاني زیان اړولی دی


کابل - د مهاجرت د نړیوالې ادارې (International Organization on Migration) چارواکي تاییدوي چې په کابل کې د دوی د دفتر پر ودانۍ په حمله کې د دوی څلور تنه کارکونکي زخمیان او یو امنیتی ساتونکی وژل شوی دی.


د مهارجرت نړیواله اداره (IOM) د ملګرو ملتونو د سازمان برخه نه ده خو په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي.

په ژنیوا کې د (IOM) ویاند پرون (جمعه) مشال راډيو ته وویل چې خپل کارکونکي یې امن ځای ته ایستلي دي.

په جینیوا کې د مهاجرت د نړیوالې ادارې ویاند جومبې عمري جومبې زیاته کړه چې وسله والو اول د دوی پر دفتر د لاسي بمونو حمله کړې چې د دوي څلورکارکونکي په کې زخمیان شوي دي .

جومبې عمري جومبې زیاته کړه چې په زخمیانو کې د دوي د دفتر یوه ایټالوۍ ماموره او درې تنه هغه افغانان دی چې د دفتر د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوی وو .
جومبې عمري جومبې :

((اول د لاسي بمونو حمله وشوه . دوو لاسي بمونو د دفتر په ودانۍ کې اور ولګاوه او په چاودنه کې یې زموږ څلور کارکونکي زخمیان شول. د یوه روغتیايي وضعیت یې ډیر نازک دی. خو دا لا نه شم ویلای چې د حملې اصلي هدف به په کابل کې د (IOM) دفتر وو.))

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره دا همکاره اداره له څه باندې لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بیرته ستنو شویو کډوالو لپاره د امکاناتو د برابرولو لپاره فعالیت کوي.

د (IOM) د فعالیت یوه برخه په بهر کې له میشتو مسلکي افغانانو سره په بیرته ستنیدو او کار موندلو لپاره همکاري ده .

خو په کابل کې د جمعې د ورځې حمله به په افغانستان کې د دې نړیوالې ادارې پر فعالیتونو څه اغیز وکړي؟

د (IOM) ویاند په ځواب کې مشال راډيو ته وویل:

((موږ له څه باندې لسو کلونو راهیسې په کابل کې کار کوو . موږ ډير زیات پروګرامونه لرو چې د بیرته ستنیدونکو پر میشتولو ، د کډوالو د وضعیت پر څارنې او داسې نورو مسایلو را څرخي . دا پروګرامونه باید د افغانانو د مرستې لپاره دوام ولري نو زه فکر کوم چې د (IOM) فعالیتونه به دوام وکړي.))

ښاغلی جومبې زیاته کړه چې په پرونۍ پيښه کې د دوي یو نیپالی قراردادي امنیتي ساتونکی وژل شوی دی.

د کابل ښار په زړه کې د پرونیو حملو او چاودنو مسولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند چې ځان ذبیح الله مجاهد معرفي کوي د جمعې پر ورځ مطبوعاتو ته وویل چې حمله د موټربم له چاودنې سره پيل شوه .
XS
SM
MD
LG