د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل حملې خلک ویرولي او نهیلي کړي دي


د جمعې ورځې حملې پر وخت خلک له کورو وتښتېدل
د جمعې ورځې حملې پر وخت خلک له کورو وتښتېدل

کابل - د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د جمعې د ورځې حملو د زیان دقیق شمېر لا نه دي څرګند خو د یو شمېر ښاریانو په وینا دې حملو بیا هم د ښار پر فضا او د خلکو په زړونو کې ویره او مایوسي خپره کړه.


د کابل ښار په زړه کې د جمعې پر ورځ د چاودنو او ډزو غږ تر لرې ځایونو اوریدل کیده.

تور لوګي اسمان ته ختلي وو او د پيښې په ځاي کې خلکو د سرپناه کولو له پاره یوه خوا بله خوا ځغاستل.

خالد یوسفي د ښار په داسې برخه کې اوسي چې د پرونۍ پيښې له ځایه واټن لري خو وايي : انتحاري چاودنې او داسې ډله ایز وسله وال بریدونه خاص وخت یا ځاي نه پيژني نو هیڅ څوک ډاډ نه لري چې ځه وخت او چیرته به په کې را ګیر شي.

خالد یوسفي مشال راډیو ته وویل :

((هره ورځ چې زه له کوره دفتر ته ځم په لاره کې دا فکر یي راسره چې ایا زه به سلامت کور ته ورسیږم که نه ؟ او برعکس کله چې زه له دفتره وزم نو دا تشویش راسره یي چې زه به خپلې کورنۍ ته سلامت ورسیږم که نه ؟ نو دا ویره له هر چا سره شته ځکه انتحاري چاودنط او داسې حملې هغه شی ده چې موږ یې هیڅ وخت وړاند وینه نه شو کولای او پر خلکو یې فوق العاده منفي اغیز کړی دی.))

تر دې څو ورځې مخکې د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې په انتحاري چاودنه کې ۱۵ تنه ووژل شول.

په کابل او نورو ولایتونو کې دا حملې په داسې حال کې شوې دي چې د افغانستان د زیاتو برخو د امنیتی چارو مسولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

ټاکل شوې چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووزي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې په مرکزي سیمو کې داسې وسله والې حملې او چاودنې د افغانستان پر امنیتی ځواکونو د خلکو باور کمزوری کوی.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي چې نه یې غوښتل خپل ځان معرفي کړي مشال راډیو ته وایي چې زیات خلک حتی خپلو کارونو ته د تګ او د عادي ورځنیو چارو د ترسره کولو څخه ویره لري.

دې وویل:

((دې حملو د ټولو خلکو ذهن یې مغشوش کړی دی. حتی خلک په دې فکر دي چې په افغانستان کې امنیتی وضعیت دتیرو کلونو په پرتله ډير خراب شوی دی . یو شمیر خلک نور حتی نه غواړي چې په کابل یا نورو ښارونو کې ژوند وکړي. زه خپله د يوې میرمنې په توګه په ارام زړه له کورنه نه شم وتلای او نه شم کولای چې په ډاډه زړه خپلو ورځنیو کارونو ته ورسیږم.))

په امریکا کې د سیاسي علومو محصل احمد ادریس رحماني وايي طالبان غواړي په کابل کې د داسې حملو د ترسره کولو له لارې نړیوالې ټولنې او امریکاییانو ته خپل پيغام ورسوي او د خلکو پر ذهن اغیز وکړي.

احمد ادریس رحماني :

((کله چې هغوی پر کابل حمله کوي نو تل یې هدف دا وي چې نړیوالې ټولنې او امریکاییانو ته څرګنده کړي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو ورسته به دوی قدرت لري نو بهتره ده چې همدا اوس خبرې ورسره وکړی. پر کابل حمله تر دې زیاته بله معنی نه لری او پر کابل حمله د طالبانو لپاره هم اسان کار نه دی خو ټول هدف یې امریکاییانو ته د خپل پيغام رسول دی.))

خو په افغانستان کې د پوځي چارو څيړونکی جنرال عتیق الله بریالی وايي، د وسله والو طالبانو داسې حملې نوی پيغام نه لری او تر ټولو عمده هدف یې د افغان امنیتی ځواکونو د کمزورتیا څرګندوی دي.

عتیق الله بریالی :

((دوي په کابل کې دننه او شاوخوا کې خپل پلویان هم لري او هیڅ څوک یې له همکارۍ پرته داسې حملې نه شي کولای.))

د بریالي په باور په داسې حملو کې له طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو او ولسي خلکو کې د یو شمیر کسانو د همکارۍ امکان نه شي ردیدلای.
XS
SM
MD
LG