د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي پښتانه وایي، د کراچۍ پولیس یې ځوروي




په کراچۍ کې مېشت د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکې شکایت کوي چې په دې ورستیو کې دوی د کراچۍ د پولیسو لخوا زورل کیږي.


دوی زیاتوي پولیس د دوی په سیمو کې عملیات کوي او یو شمېر خلک د ځانه سره بیایې او بیا یې د پیسو اخیستو او یا هم د میاشتو میاشتو له بند روسته را خوشي کوي.

د قبایلي سیمې باجوړ د ماموندو تحصیل د ګبري کلي اوسېدونکې ۵۰ کلن حاجي عبدالمالک وایي، دده مشر ورور نوران ګل او یو څو نور کلیوال قانون نافذونکو ادارو څو ورځې مخکي نیولي دي او نامالومه ځای ته یې وړي دي.

((د شپې خواوشا دوه نېمې بجې زموږ دروازه وټکیدله، چې ورښکاره شوم پلیس ول، زه چې ورغلم نو سمدستي ونیولم او بیا یې تلاشي واخیسته، د نوم تپوس یې رانه وکړو، بیا یې کور ته واپس ننویستم، دروازه یې راپسې بنده کړه، زما ورور او زموږ دوه نور ګاونډیان چې هغه هم باجوړي دي، یې له ځانه سره یوړل. هغه دوه کسان شپږ ورځې وروسته بیرته راغلل خو زما د ورور دا نولسمه ورځ ده چې ورک دی، هېڅ پته یې نه لګي چې چېرته دی))

په کراچۍ کې د قبایلو لپاره د خیر ښیګړې تنظیم انجمن نواجوانان باجوړ جنرل سیکرټري ګل مامد ماموند وایي، د کراچۍ له بیلا بیلو برخو څخه د تېر یو کال په موده کې د باجوړ ، مومندو ، شمالي او جنوبي وزیرستان سره د تعلق لرونکو خلکو د قانون نافذونکو ادارو لخوا د نیولو سلسله تیزه شوې ده.

((د سبزي منډۍ نه زموږ قبایل پورته کول کېږي، بیا دغه ادارې له دوی یونیم لک،دوه لکه یا درې لکه روپۍ اخلي او بیا یې خوشي کوي،ځینې خلک په میاشتو میاشتو له بند روسته خلاصوي، ځینې داسې خلک هم شته چې کال مخکې اوچت کړی شوي دي خو تراوسه ورک دي ))

د سي اي ډي پولیسو چارواکي وایي، د قبایلي سیمو څخه راغلي ترهګر په کراچۍ کې د مېشتو قبایلي سیمو د خلکو په کورونو کې پناه اخلي.


د یادې ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د یو شمیر کراچۍ مېشته مشکوکو قبایلیانو څخه د نیونې وروسته پلټنې کړي او له دې لارې یې د ناقانونه تنظیمونو ځینې غړي او مخکښ مشران نیولي دي.

خو حاجي عبدالمالک وایي، هغه او د هغه ورور د خپلو کورنیو سره د تېرې اوږدې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي او د هیڅ سیاسي،عسکري او لساني تنظیم سره یې رابطه نه ده پاتې شوې

((موږ له ۱۹۹۴ راهیسې د قایداباد په همدې محله کې اوسیږو، زه او زما ورور په پورټ قاسم کې مزدوران یو، کله چې د پورټ قاسم کار نه وي نو زما ورور د نینو ریړۍ چلوي، او چې څه وګټي ماښام یې خوري. د هغه د هېڅ سیاسي،مذهبي یا لساني تنظیم سره رابطه نه وه))


د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت د پیسو په بدله کې د پولیسو لخوا د نیول شویو کسانو د خوشي کولو خبره رد کړې، نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویل پولیسو په دې ورستیو کې د ښار په یو شمېر برخو کې د مشکوکو کسانو په ضد عملیات تیز کړي دي.

‎((د کراچۍ د منګوپی، سهراب ګوټ، مشرقي کراچۍ او د ښار له لیرې پرتو سیمو قانون نافذونکو ادارو یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي،موږ هغه کسان نیسو چې د هغې د مشکوکو سرګرمیانو په اړه موږ ته د مخکې نه اطلاع وي))

د هغه په خبره په دې ورستیو کې امنیتي ادارو په کراچۍ ښار کې د لټون عملیات تیز کړي دي،چې په ترڅ کې یې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو ځینې مهم کسان له وسلو سره نیول شوي دي .

XS
SM
MD
LG