د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردکو کې ښځې د مربا جوړولو روزنه اخلي

سيدشاه سقيم

د ميدان وردګو ولايت د ښځو د چارو رياست وايي، چې په دغه ولايت کې يې د مرکز او ځينو ولسواليو سلګونو مېرمنو ته د روب او مربا جوړولو کورس پرانيستی دی، دوی وايي، له کورس څخه تر فارغېدو وروسته به ښځې وکولای شي، د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې کمې کړي.


د ميدان وردګو د ښځو د چارو رياست وايي، د دغه ولايت د مرکز او ځينو ولسواليو دوه سوه څلوېښتو تنو مېرمنو ته د روب او مربا جوړولو لارې چارې ور ښيي.

دوی وايي، د ولايت په ځينو سيمو کې يې داسې کورنۍ شته چې ساتل يې د ښځو په غاړه وي، ځکه يې نو د هماغه ښځو د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه دغه کورس ورته جوړ کړی دی.

د کورس لګښت د امريکا د متحده ايالاتو د جورجا ډلې په غاړه اخيستی دی.

کورس ته د ميدان وردګو له سيداباد ولسوالۍ څخه راغلې يوه مېرمن بس بي بي وايي، دوی له خپلو کليو څخه د نورو ښځو په استازيتوب راغلې دي او تر ستنېدو وروسته به د مربا او روب جوړولو چلونه د کلي ټولو ښځو ته ورښيي.

دا وايي، تمه لري، چې د کورس تر ختمېدو وروسته به يې اوسنۍ ستونزې لږې کمې شي.

((دا کورس ډېر ګټور دی، مخکې موږ هيڅ داسې فکر نه شوای کولای چې مېرمنې دې هم وکولای شي، د بازار په څېر مربا او روب جوړ کړي خو اوس يې دا دی دلته را ښيي.موږ ډېرې خوشحاله يو، دغه څه چې دلته زده کړو، په کلي کې به يې بيا نورو مېرمنو ته هم ور وښيو او هغوی به هم ګټه ورڅخه واخلي.))

د ميدان وردګو د ښځو چارو رييسه وحيده ښکلې وايي، وروسته تر هغه چې مېرمنې د روبو او مربا جوړول زده کړي او په عملي توګه کار پيل کړي، بيا به نو هڅه وکړي، چې بازار هم ورته پيدا کړي.

دا وايي، د ښځو لپاره بايد د دغسې کورسونو لړۍ ونه درېږي، بلکې دې ته ورته کورسونه دې نور هم جوړ شي.

د دې په خبره، د کورس په پای کې به ښځو ته د روبو او مربا د جوړولو سامانونه هم ورکړي.

((دغه زده کړه د ښځو لپاره ډېره ګټوره ده، زموږ مېرمنې مڼو، رومي بانجانو او نورو ميوو ته لاسرسی لري يوازې ورڅخه د روب او مربا جوړولو زده کړه نه لري، اوس به موږ دوی ته دغه دوه توکي ور زده کړو او د کورس په پای کې به د روبو او مربا د جوړولو سامانونه هم ورکړو.))

تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې سلګونه مېرمنې د جامو ګنډولو په يو کورس کې روزلې شوې وې، چې تر پای ته رسېدو وروسته يې پر برياليو شويو مېرمنو د جامو ګنډولو ماشينونه هم ووېشل شول.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG