د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی:راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه نه اخلم


احمدشاه اغظمي
نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه ګنګوسې رد کړي دي چې ګواکې دی به يو ځل بيا په دغه هيواد کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي.


نوموړي د چارشنبې په ورځ په ډاګه کړه چې هيڅ ډول حالات اجازه نه ورکوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ودريږي. نوموړي د ځان د نه کانديدېدو په اړه دوه مهم لاملونه وښودل.

يو خو دا چې نوموړی ډېر زيات ستړی شوی دی او غواړي چې ريټايرډ شي. بل دا چې نوموړی به نه خپل مشروعيت له لاسه ورکړي او نه به هم له افغانستانه د يو آيني ډيموکراسۍ د جوړېدو چانس واخلي.

ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د راتلونکې کال د اپرېل په مياشت کې تر سره کيږي. امريکايي او اروپايي چارواکي وايي چې له افغانستان سره به د ارباوو ډالرو مرستې له خطر سره مخامخ شي که چيري انتخابات پر خپل وخت تر سره نشول.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم کرزي په وار وار دا خبره سپينه کړې چې بل ځل به د ولسمشرۍ لپاره نه دريږي خو ګنګوسې هغه وخت نوري هم زياتي شي چې کله د ولسمشرۍ لپاره کانديدان خپل نومونه نه را مخ ته کوي.

ورځپاڼه د ولسمشر کرزي له خولې ليکي چې هغه په پاکستان کې د انتخاباتو په نتيجه کې د نواز شريف د بريا هرکلی کړی دی.

کرزی زياتوي چې نوموړي تېر کال په اسلام آباد کې له نواز شريف سره وليدل او هغه له هند سره د ښو اړيکو د پر مخ بېولو خوا ته مايل و او بل دا چې هغه د ترهګرۍ د خطراتو په اړه هم پوه و.

ولسمشر کرزي وويل چې په افغانستان کې د سولې پروسه دوام لري خو دا د پاکستان په برخه اخستو سره بريالۍ کېدای شي ځکه چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او د طالبانو کورونه هم په پاکستان کي دي.
XS
SM
MD
LG