د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ډرون بریدونو تګلاره جوتوي



د امريکا ولسمشر براک اوباما به نن د پنجشنبې پر ورځ د ترهګري ضد او د امریکايي ادارې د ډرون پروګرام په اړه مهمه وينا کوي.


سپيني ماڼې د هغه د وينا يو څو ټکي خپاره کړي خو رپورټونه وايي تمه څرګنديږي چې اوباما به د خپلې قامي سلامتيا پر لومړیتوبونو تينګار وکړی.

اوباما به خپله وینا د واشنګټن قامي دفاعي پوهنتون کې واوروي.

روېټرز خبري اژانس د سپيني ماڼې د يو چارواکې په حواله وايي، ولسمشر به دا خبره سپینه کړې چې ډرون بریدونه ولې ضروری، قانوني او روا دي.


دغه چارواکي وايي چې ولسمشر به د ډرون په اړه د صداراتي تګلارې لار ښونه هم لاس لیک کړی چې په کې راغلي دي، واشنګټن په کومو حالاتو کې ډرون کارولی شي.

د مشکوکو ترهګرو پر وړاندې د ډرون بریدونو کارول د پاکستان غوندې هېوادونو سره ترینګلتیا ډېره کړې او د بشري حقونو فعالان هم ورباندې نیوکې کوي.

د ولسمشر اوباما د وینا په ترڅ کې پر لومړي ځل پرون چارشنبه د امريکا حکومت ومنله، چې بې پېلوټه الوتکو یې له هېواده بهر په جنګي سیمو کې څلور امريکايان وژلي دي.

د متحدو ايالتونو لوی څارنوال ايريک هولډر، کانګريس ته په يوه استولي ليک کې د اوباما د حکومت د هغې پرېکړې دفاع کړې چې پر اساس يې په ۲۰۱۱ ميلادي کال په يمن کې د بې پېلوټې الوتکې په وسيله امريکايي سخت دريځي مسلمان ملا انور ال اولاکي په نښه او ووژل شو.

د امريکا لوي څارنوال وويل؛ چې په حمله کې، چې په ترڅ کې يې ال اولاکي ووژل شو، دوه نور امريکايي وګړی یا اتباع سمير خان او د ال اولاکي زوي عبدالرحمن ال اولاکي په يمن کې ووژل شول.

څلورم امريکايي تبعه جود محمد په پاکستان کې ووژل شو.

هولډر دا هم ويلي چې درې نور د ال اولاکي په شان قصداً په نښه شوي نه دي.
XS
SM
MD
LG