د لاسرسي ځای

تازه خبر

“هند له افغانستان سره هر ډول مرستوته چمتو دی”


هند وايي، په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره تر خپله وسه هر ډول مرستې ته تیار دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان د چارشنبې په ورځ له دغه هیواده د افغان ولسمشر له ستنېدو وروسته ورکړ.


هندي او افغان چارواکو ونه ویل چې ایا هند به افغان امنیتي ځواکونو ته وسلې ورکړي او کنه.

خو دواړو خواوو د امنیتي همکاریو یادونه وکړه.

د هند د باندنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبرالدین وویل

((په داسې حال کې چې د ناټو پوځیان په وتلو دي او د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په رانژدې کېدو دي، افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال پر لور حرکت کوي، موږ احساس کوو چې د افغانستان او هند ستراتیژیکې همکارۍ په افغانستان کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي))

ده همداراز وویل، هند تیار دی چې د انتقال له پروسې وروسته د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او په دې برخه کې لازم او مسوولانه ونډه پر غاړه واخلي.

تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له هندي خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړه چې د خپلو غوښتنو لیست یې د هند وزیر اعظم من موهن سینګ ته سپارلی دی.

ویل شوي چې افغانستان له هنده غوښتنه کړې چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او په وسلو یې سمبال کړي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمیل فیضي له مشال راډیو سره په مرکه کې د امنیتي مرستو په اړه د هند د ژمنې یادونه وکړه خو په مشخص ډول یې ونه ویل چې ایا هند افغانستان ته وسلې هم ورکوي.

ښاغلي فیضي دا هم وویل چې ولسمشر کرزي له هندي پانګوونکو سره وکتل او هغوی یې وهڅول چې د افغانستان د کرنې، صنعت او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.
XS
SM
MD
LG