د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا او لوګر کې کڼ وسلوال وژل شوي

نجیب الله الوخیل

د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د ملي اردو او ایتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.


د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د شیخانو او چوڼۍ سیمو ته نږدې څلور تنه وسلوال د ایتلافي قواوو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د شیخانو او چونۍ سیمو تر منځ (۴) تنه وسله وال مخالفین،چې پر یوه عراده موټرسایکل سواره وو،د کوم ناوړه عمل نیت یې درلود، د ایتلافی ځواکونو لخوا پرې هوایي برید شوی او (۴) واړه یې د وسلو سره یو ځای له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې د پکتیکا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ د علي خیلو په کلي کې د ملي اردو په عملیاتو کې د یو زیات شمیر وسلو او مهماتو د نیولو او یو شمیر ماینونو د بیکاره کولو خبر ورکړل شوی دی.

د یادو ادعاوو په اړه د دولت کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG