د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا یونیورسیټي جوړولو منظوري ورکړل شوه


د وزيراعظم هاؤس نه جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې وزيراعظم جسټس ريټائرډ مير هزار خان کوسو نيم قبايلې سيمې ايف ار کوهاټ کې د فاټا يونيورسټۍ په نوم د یوه پوهنتون جوړولو منظوري ورکړې ده.

خبر پاڼه زياتوي چې په دې سلسله کې وزيراعظم صدر اصف علي زرداري ته مشوره ورکړې ده چې ايف ار کوهاټ کې د يونيورسټې قيام لپاره ډرافټ ريګوليشن منظوري دې ورکړې.

د فاټا يونيورسټي جوړيدو په باب سينټر ملک نجم الحسن مشال راډيو ته وويل، چې د فاټا د سينټرانو به دا کوشش وي چې دا يونيورسټي زر تر زره جوړه کړل شي.

"موږ ټولو د قبايلي سيمو سينټرانو او د قامي اسمبلې غړو دا کوشش به وي چې دا يونيورسټي جوړه کړل شي. او په يو يونيورسټي هېڅ نه کيږي ، هرې ايجنسي ته پکار ده يو يو يونيورسټي جوړه کړل شي. چې نوی حکومت جوړ شي نو موږ به د هغوی نه دا غوښتنه کوو چې زموږ هر ايجنسۍ لپاره دې بيله بيله يونيورسټي پرانستل شي"

د فاټا يونيورسټې په باب په اسلام اباد کې د فاټا يو زده کونکې بلال احمد مسود وايي چې د حکومت له اړخه دا يو ډير ښه ګام دې، خو ښه به دا وي چې هرې ايجنسې ته ځان له يو يونيورسټي جوړه کړل شي.

"کله چې موږ خپله علاقه وفاق سره ګورو نو افسوس راشي چې د اسلام اباد په هر کوڅه کې يونيورسټي ده . نو زه دا ويمه چې فاټا ته يوه يونيورسټي نه ده په کار، بلکې هرې ايجنسۍ ته په کار ده چې د تعليم شرح ورسره سيوا شي. خو خير بيا هم دا ښه خبره ده چې د قبايلو لپاره ځان ته يو يونيورسټي جوړيږي"

د پيښور يونيورسټې پخواني وائس چانسلر پروفيسر قبله اياز مشال راډيو ته د فاټا يونيورسټې د قيام په باب وويل:"عجيبه خبره دې ملک کې دا ده چې د فاټا يونيورسټي اعلان اوس وشو، حالانکې د فاټا يونيورسټې د وائس چانسلر اعلان هم شوی دی. او ډاکټر اشفاق خټک د وائس چانسلر په توګه هم ټاکل شوی دی چې باقاعده کار يې هم شروع کړی دی. نو دا يو ښه منصوبه ده. که چرته په صحيح معنو په فاټا يونيورسټې کار وکړل شو او د اهدافو تعين يې وشو نو ماته يقين دی چې په فاټا کې به مهمه تبديلې راشي"

د وزير اعظم هاؤس نه جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې د يونيورسټې منظوري د قبايلې ولس اعلى تعليم پخوانۍ مطالیبې په شالید کې ورکړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG