د لاسرسي ځای

تازه خبر

”چین به د پاکستان دوستي پرېنږدي“



مجیب الرحمان انګار

د چین وزیراعظم لي کيکیانګ وايي هیواد يې له پاکستان سره د ستراتیژیکو اړیکو لا ټينګښت و پياوړتیا ته ژمن دی او په هېڅ صورت به د اسلام اباد له دوستۍ لاس وانخلي.


لي کیکیانګ، چې دا وخت د پاکستان په سفر دی دچهارشنبې پر ماسپښين د ولسمشر په ماڼۍ کې د هغه په ویاړ جوړې شوې میلمستیا ته په وینا کې وویل، د دې لپاره اسلام اباد ته تللی چې نړیوالو ته وښيي، هیواد يې په هر ډول حالاتو کې له پاکستان سره ولاړ دی او کوشش کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خپلمنځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي:

« دچین د وزیراعظم په توګه په لومړی ځل پاکستان ته سفر کوم، خوښ یم چې دبهرنیو سفرونو په لړ کې لومړی پاکستان ته راغلی یم. اسلام اباد ته زما د لومړني بهرني سفر مقصد نړیوالو ته دا ښوول دي، چې چین له پاکستان سره خپلې ژورې دوستۍ ته ژمن دی او په هر ډول حالاتو کې به خپله دوستي پرمخ وړو.
بې له شکه چين و پاکستان دوه باوري دوستان او ګاونډي هیوادونه دي، چې تل يې یو پر بل اعتماد کړی دی.«

لي کيکیانګ پاکستان یو ښه ګاونډی هیواد او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي يې دسیمې او نړۍ په ګټه وبلله.

د کوربه هیواد ولسمشر آٌصف علي زرداري هم په خپل وار داسلام اباد په باب د چین هیواد د سیاست و پالیسي ستاینه وکړه او ويې ویل، چې دغه هیواد د پاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی مقام لري او د یوه ښه و مخلص ګاونډي په سترګه ورته ګوري.

زرداري په تیرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې دچین دمرستو و وهمکاریو ستاینه وکړه. هغه د دواړو هیوادونو او په سیمه کې د اقتصادي پرمختیا او نورو مشترکو ګټو خوندي ساتلو، ودې و پراختیا لپاره د چین او پاکستان ترمنځ ګډه همکاري د بل هروخت په نسبت ضروري وګڼله:

زرداري د چینایي ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل "چین د پاکستان ملګری دی او تل يې په بیلابیلو برخو کې د دې هیواد وړتياوو لوړولو کې ستره ونډه لرلې"

چینايي وزیراعظم به اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د ولسمشر، وزیراعظم او نورو جګپوړو سرکاري چارواکو سربیره د می یوولسمې پارلماني انتخاباتو ګټونکي ګوند مسلم لیګ نون له مشر نوازشریف او هم له یوشمیر پاکستاني پانګه والو سره وګوي.

چین پر اقتصادي هغو سربیره په نظامي برخه کې دپاکستان یوستر ملاتړی او همکار هیواد دی. اسلام اباد تر اوسه د دغه هیواد په تختیکي مرسته دجيټ جنګي الوتکو، ټانکونو، میزایلو او نورو ډول ډول سپکو و درنو وسلو په تولید بریالی شوی دی.

په اوس وخت کې چې پاکستان له سختو اقتصادي مشکلاتو او د بريښنا له شدید کمښت سره مخ دی تر بل هروخت د چین هیواد مرستو ته اړتیا لري.
ټاکل شوې پاکستاني لوری به په ټولو برخو کې دچین دلازیاتو مرستو و همکاریو دجلبولو کوشش وکړي.
XS
SM
MD
LG