د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيا روغتيايي کارکونکو د کار درېدو اعلان وکړ



داود تپان- پکتيا
نن چارشنبې د يوې خبري ناستې پرمهال د پکتيا عامې روغتيا رياست اداري کارکوونکو اعلان وکړ، که د عامې روغتيا وزارت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي دوی به خپل ورځني روان کارونه په ټپه ودروي.


د پکتيا عامې روغتيا رياست د کارکوونکو په استازيتوب ډاکټر خانزادګل احمدزي خبرې وکړې او وايي، دوی د وزارت سره د دې ولايت ټولې روغتيايي ستونزې په خپل،خپل وخت شرېکې کړې خو لا يې هم د ستونزو هواري په موخه ګام نه دی پورته شوی.

نوموړي په خبري ناسته کې وويل که چېرته وزارت نه غواړي پکتيا ته د يو ولايت په سترګه وګوري، نو بيا به دوی خپلې هغه روغتيايي چارې چې دوی کوي په ټپه ودروي.

دی زياتوي له تېر يو نيم کال راهيسې د دې ولايت د عامې روغتيا رياست څوکۍ د سرپرستانو له خوا سمباليږي، چې د ده په خبره دغه کار د اصلاحات اداري او وزارت د لايحې مخالف دی.

خانزادګل وايي چې که چېرته د دوی له پاره په روانو دوو هفتو کې وزارت د عامې روغتيا رياست دغه پوسټ اعلان نه کړي او کوم ريس ور معرفي نه شي دوی به خپلې ورځنۍ چارې چې تر دې مهاله يې د ريس په نشتوالي کې سمبال کړې په ټپه ودروي او د ټولو ستونزو رامنځ ته کېدو پړه به يې د عامې ر وغتيا پر وزارت وي:

” موږ د في اېچ اوو مسولينو دا تصميم نيولی چې نور که د پکتيا عامې روغتيا رياست پوسټ اعلان نه شي موږ خپلو ارونو ته ادامه نه ورکوو، په موږ د کار فشار دی او له ستونزو سره مخ يو، ولې تر دې اندازې پورې هېر کړل شوي يو، چې ولې په يو نيم کال کې دا پوسټ نه اعلانيږي، دلته پوښتنه راولاړيږي چې دلته څه مسايل دي ايا دپيسو مسلې دي او که څه نورې خبرې، که موږ ته هر څوک د ازاد رقابت له لارې هرڅوک راځي، موږ ته د منلو وړ دي خو که ژر تر ژره څوک رانه شي، نو ټولې ستونزې به د وزارت پر غاړه وي“

د پکتيا عامې روغتيا رياست ډاکټران دا هم وايي چې وزارت دې د دوی ستونزې په پام کې ونيسي، دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په لرو پرتو سيمو کې هغه ډول چې د ريس په شته والي کې ښايي روغتيايي خدمات وړاندې شي نه وړاندې کيږي.

ډاکټرانو د دې خبري ناستې په ترڅ کې د اداري اصلاحاتو په اداره هم تور پورې کړ چې ولې يې تر دې مهاله له خپل هغه مطرح شوي قانون څخه سرغړونه کړې چې وايي هېڅوک نه شي کولای له دريو مياشتو زيات د يو رياست پر څوکۍ له دريو مياشتو وروسته هم د سرپرست په توګه دنده اجرا کړي.

دوی وايي که د عامې روغتيا وزارت او د اداري اصلاحاتو کميسون په دې اړه جدي اقدام ونه کړي په پکتيا کې د ټولو راپورته کېدونکو ستونزو مسوليت به د ياد وزارت او د اداري اصلاحاتو په کميسون پورې تړلې وي.

د يادونې وړ ده چې يو نيم کال وړاندې د ياد رياست ريس په اداره کې د فساد او شته ستونزو پر اساس له دندې ګوښه او پر ځای لا هم کوم څوک د ريس په توګه نه دی ګمارل شوی، چې د خلکو په خبره په ډېرو سيمو کې روغتيايي اسانتياوې او چارې د ريس د نشتوالي له امله ټکنۍ شوې دي.
XS
SM
MD
LG