د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د چین او پاکستان همکاري نوره پخوم"


د چین لومړی وزیر لي کیکیانګ
د چین لومړی وزیر لي کیکیانګ

د چين وزيراعظم لي کیکیانګ ويلي، پاکستان او چين بايد د توانايي د پيدوار په برخه کې همکارۍ ته لومړيتوب ورکړی. نوموړی نن د شورو پر ورځ اسلام آباد ته رسيدلی دی او په دې موقع سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي ول.


رائټرز خبري اژانس په خپل رپورټ کې وايي، د چين وزيراعظم لي کیکیانګ د پاکستان له ميډيا سره د مرکې پر وخت وويل چې اوس هم د دواړو هيوادونو په اړيکو کې ډير زيات امکانات شته.

د دواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخیزه تجارت تير کال دوولس اربه ډالر وو او هدف يې دا دی چې په راتلونکو دوو يا درې کلونو کې پنځلس اربه ډالر ته ورسيږي.

لي کیکیانګ زياته کړه چې دواړه هيوادونو ته په کار دی چې د مواصلاتو، د توانايې پرمختګ ، د توانايې د پيداوار او پاکستان او چين د يو معاشي لارې جووړلو منصوبې خپله ترجيح وګرځوي.

د روئټرز په خبره په پاکستان کې وار له مخه د توانايې او بنيادي ډهانچې په برخه کې له چين سره په ګډه منصوبو کار روان دی چې پکې د سټرټيجک اهميت لرونکی ګوادر بندر هم شامل دی.

د روئټرز خبري اژانس په خبره چيني وزيراعظم په ممکنه توګه د هند او امريکا په لور په اشاره کولو سره دا خواهش ظاهر کړی چې هيواد به يې د پاکستان د هغو کوششونو ملاتړ جاري ساتي چې د خپلې خپلواکی، سالميت او مځکني بشپړتیا یا تماميت ساتنه وکړي.

لي کیکیانګ د سيمي په سفر دی او د چارشنبې په ورځ له هنده پاکستان ته ورسيدی. په هند کې نوموړي ويلي وو چې چين او هندوستان د دنيا د اقتصاد انجن ګرځېدلی شي.

چين او هند دواړه د څلور زره کلومیټره اوږد سرحد په لويه برخه ناندری لري او تيره مياشت يې پوځيان يو بل ته مخامخ شوي وو.

هند د چيني وزيراعظم خبرو ته محتاطه غبرګون ښودلی دی ځکه دغه هيواد له پاکستان سره ډير دوستانه اړيکي لري. خو د امريکا او هند مخ په غوړيدونکو اړيکو بيا چين پريشانه کړی دی.

د مشال خبریال مجید بابر د پیښور پوهنتون د سیمه ايزو چارو د مرکز ايريا سټدي سنټر مشر ډاکټر سرفراز خان سره د چیني وزیراعظم د سفر په باب مرکه کړې او له هغه یې پوښتلي چې آيا دا سفر يوه روايتي بڼه لري او که نه پاکستان ته به یې څه ګټه هم وي.؟


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG