د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډرون بریدونه اسلامي سختدریځي نه شي ځپلی"


یوه نوې څېړنه وايي، داسې نه ښکاري چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې دې ډرون بریدونه د اسلامي سختدریځو ډلې له مینځه یوسي.


د نړیوال کړکېچ برسلز مېشتې ډلې پرون(سېشبنه) په خپل یوه رپوټ کې وویل، ډرون بریدونه کېدای شي تر وفاقي انتظام لاندې قبایلي سیمو کې د مذهبي سختدریځو وسله والو ډلو د بریدونو وړتیا او استعداد ګډوډ کړي، خو د هغوی ډلې به دړې وړې نه کړي.

پاکستان کې ډرون بریدونه کیسۍ که حقیقت په نامه رپوټ کې ویل شوي دي، په قبایلو کې د پاکستان قوانین غځېدل او آییني تحفظ د طالبانو یاغیتوب په کمولو کې مرسته کولی شي.

په رپوټ کې څرګنده شوې ده، چې په تیرو نهو کلونو کې چې پر قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونه شورو شوي دي، په ټولو قبایلي خلکو یې اغیز کړی دی.

دا رپوټ د هغې نه دوه ورځې وړاندې مخې ته راغلې چې ټاکل شوې ده، د امریکا ولسمشر براک اوباما به د ترهه ګرۍ ضد امریکايي تګلارې په باب مهمه وینا وکړي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG