د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنې شپږ تنه مړه او ټپيان کړل



سيدشاه سقیم
چارواکي وايي، د غزني په مرکز کې چاودنه شوې ده، چې له امله پنځه تنه عام وګړي ژوبل شوي او يو بل وژل شوی دی.دوی وايي، چاودېدونکي توکي په بايسکل کې ځای پر ځای شوي وو.


چاودنه نن تر غرمې مخکې د نهو بجو په شاو خوا کې د غزني ښار په علي لالا سيمه کې شوې ده، چې له امله يې تر اوسه پورې پنځه تنه عام وګړي ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی.

چارواکي وايي، وسله والو په يو بايسکل کې چاودېدونکي ايښي وو، چې د سړک بغل ته يې درولی وو او په ريموټ يې کنټرولولو.

د پېښې په ځای کې د ميرويس په نامه يو تن عيني شاهد وايي، د چاودنې پر مهال يې څو تنه وليدل، چې په سړک پراته وو خو وايي، د مړو او ټپيانو شمېر نه دی ورته مالوم شوی.
((څو شیبې مخکې چاودنه وشوه بيا پوليس راغلل څو نفره یې پورته کړل، وينې تر بهېدې، زموږ سر نه شو خلاص چې دا پېښه ځانمرګی بريد وو، که چاودنه وه، خو د پوليسو امبولانس ټول کسان ورسره يووړل ))

د غزني د امنيت امير سمونيار اسدالله وايي، د پېښې قربانيان ټول عام وګړي دي او امنيتي ځواکونو ته په کې هيڅ زيان نه دی رسېدلی.

((يو ماين چې په يو بايسکل کې ځای پر ځای شوی چاودېدلی دی. په دغه پېښه کې پوليسو او نور امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو په يوه رکشه کې سپاره پنځه تنه يې ټپيان کړي چې په ډله کې يې د رکشي له چلوونکي څخه غبرګې پښې پرې شوې دي، په دې سربېره د پېښې په ځای کې يو مستري وژل شوی دی.))

د غزني د ملکي روغتون ریيس ډاکټر باز محمد همت هم وايي، چې دوی ته د پېښې له ځای څخه پنځه ټپيان ور وړل شوي.
دی په ټپيانو کې د يو تن روغتيايي حالت نازک ښيي.

((شپږ تنه ټپيان يې راوړي دي، چې يو تن په کې د سختو زخمونو له امله ساه ورکړې ده، په ټپيانو کې د يو تن حالت وخيم دی، او د پاتې نورو روغتيايي حالت اوس د ډاډ وړ دی.))

که څه هم چارواکي چاودنه د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG