د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیری پر مذهبي ازادي راپور خپور کړ



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مۍ په ۲۰ مه په جهان کې د مذهبي ازادۍ په اړه یو رپوټ تیره ورځ خپور کړی، دغه رپوټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وړاندې کړ، او په نړۍکې د مذهبي ازادۍ لپاره امریکایي سفیر سوزان جانسن د دغه رپوټ په اړه د سوالونو ځوابونه ورکړل.

د پاکستان په اړه دا رپوټ وایي، په دغه هیواد کې ځینې قوتونه او پالیسۍ په مذهبي ازادۍ بندیز لګوي. د ایین ترمخه اسلام د دغه هیواد سرکاري مذهب دی، او ټول قوانین هم د اسلام د تعلیماتو په رڼا کې جوړ شوې دي.

خو د حکومت ځینې کارونه اوپالیسۍ بیا داسې دي، چې له عمله یي مذهبي لږ کي په ازادۍ سره ژوند نه شي تیرولی. د مذهبي سپکاوي او ځینې نور امتیازي قوانین داسې دي، چې د مذهبي لږ کیو خلاف استمالیږي. او حکومت چونکې د هغه پیښو ډیرې کمې پلټنې کوي، چې په کې په مذهبي لږکیو وسلوال بریدونه شوې دي، نو ځکه سزا ګانې هم ندي ورکړل شوې.

داسې رپوټونه هم دي، چې د مذهبي لږ کیو غړي په جیلونو او بندي خانو کې د امنیتي ځواکونو لخوا هم ځورول کیږي.

حکومت اګر چه مذهبي اقلیتونو د حقوقو د خوندي ساتلو لپاره یو څه ګامونه پورته کړي دي، لکه د قامي یوالي وزارت جوړول، او د اقلیتونو د مرکزي وزیر شهباز بټي د وژنې وروستو د اقلیتونو د وزارت لپاره یو خاص سلا کار ټاکل کیدل شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو دا رپوټ د پاکستان په اړه دا هم وایي، په دغه هیواد کې د یو مذهب سره د تړاو په لړ کې د امتیازي سلوک رپوټونه هم دي. په ټولنه کې د مذهبي لږکیو په اړه برداشت په کمیدو دی، او داسې رپوټونه هم دي، چې په دغه هیواد کې د مدني ټولنې غړي، او اقلیتونو مشران د مذهبي ازادۍ او یا د لږکیو په اړه د خبرو کولو ویریږي.

د پنجاب پخوانی ګونر سلمان تاثیر هم ځکه ووژل شو، چې د یوې عیسوي ښځې د کیس په اړه یي خبرې کولې.

په پاکستان کې فرقه ییزې نښتې هم دا ښکاره کوي، چې په ټولنه کې د زغم او برداشت د کمي له وجې ترهګر بریدونه سیوا شوي دي. د احمدیانو ، شیعه، هندو، اود نورو ډلو په غونډو وسلوال بریدونه وشول ، چې پکې یو شمیر خلک ووژل شول.
رپوټ وایي په تیر یو کال کې د امریکا حکومت په پاکستان کې د اقلیتونو سره د سلوک د نږدې نه څارنه وکړه. او د دغه هیواد د حکومت سره یې د اقلیتونو د حقوقو په خوندي ساتلو او د ځینو امتیازي قانونو د ختمولو په اړه هم خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG