د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ نجلۍ ثمینه بیګ دایوریسټ غره ته وختله


رابیا اکرم خان / اسلام اباد


دګلګت بلتستان د هنزه سيمي شمشال کلي سره تعلق لرونکې يويشت کلنه ثمينه بيګ د پاکستان لومړنۍ زنانه په حيث د نړۍ اوچت غر ماونټ ايوریسټ ته د ختلو ویاړ ترلاسه کړی دی.

د ماونټ ايوریسټ نه مشال راډيو سره په خبرو کې ثمينه بيګ وويل چې هغې سره په دې سفر کې یې ورور مرزا علي هم ملګری دی.

ثمینه بیګ وايي کله چې دغره سرته وختله د هغې لمحې خوشالي هیڅ نه شي درک کولی. نوموړې وايي دوی غواړي خلکو ته وښايي چې پاکستان کې میرمنې هم با اختیاره او
با ا حساسه دي. هغې زیاته کړه چې په دې سفر کې ورسره دګاونډي هیواد هندوستان دوه نجونې هم ملګرې وې،او دوی ټول هوډ لري چې دهند او پاکستان اړیکې ښې وي.

د ثمينه بيګ مشر ورور مشال راډيو ته وويل چې د غرونو سر کولو کار يې څو کاله مخکې شروع کړی و او د خپلې سيمې شمشال اوچت اوچت غرونه يې سر کړي دي .

دثمینه بیګ ورور هم وايي چې د خپل خدای نه شکر ګذاره دی چې دا ویاړ یې دوی ته وبخښلو.
دپاکستان د غر ختونکو کسانو څخه یو تن اشرف امان چې د پاکستان ټولو ترټولو لوی غر ( کې ټو ) يې سر کړی و ، مشال راډيو ته يې وويل چې دا د پاکستان لپاره د خوشالۍ خبر دی اوترې جوتیږي چې هرې پاکستانۍ زنانه کې دا همت شته چې د هر قسمه مثبته هلو ځلو برخه جوړيدای شي. نوموړی زیاتوي :

(( د هنزه لور چې پاکستان لپاره څه وکړل نو هغه د پاکستان عزت دی او د پاکستان ښځو ته پکار ده چې د ثمينه بيګ همت ته سلام وکړي، او زه دومره خوشاله ومه چې د خوشالۍ نه مې د سترګو نه اوښکې روانې وې. پاکستان چې کوم مشکل حالاتو نه تيريږي نو د دې دا کارنامه د پاکستان لپاره لوی نوم ګټي. ))

ماونټ ایوریسټ د نړۍ اوچت غر دی چې اته زره اته سوه او څلوراتیا میټره اوچتوالی لري. دثمینه بیګ او د هغې د ورور نه وړاندې دوو نورو پاکستانیانو هم دا پړاو وهلی دی.
XS
SM
MD
LG