د لاسرسي ځای

تازه خبر

دننګرهار ځوانانو خپله وينه عطيه کړه



د ننګرهار د ځوانانو چارو د امريت ګڼ شمير ځوانانو لس زره سي سي وينه د ننګرهار مرکزي روغتون د ويني بانک ته عطيه کړه. د روغتون چارواکي وايي چې د ځوانانو له خوا عطيه شوې وينه به هغو ماشومانو ته ورکوي چې په تليسيميا ناروغۍ اخته دي.


د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت مشر مطيع الله احمدزی وايي چې له دې وروسته به په ولسواليو کې هم ځوانان وهڅوي چې خپله وينه اړو کسانو ته عطيه کړي.

(( د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت رضاکاره ځوانان مو دې ته اماده کړل چې د عامې روغتيا د وينې بانک ته خپله وينه ورکړي. له دې وروسته په پام کې لرو چې په ولسواليو کې چې کومې د ځوانانو شوراګانې او ټولنې چې لرو، هغه ځوانان دې ته وهڅوو چې د ولسواليو کلينيکونو ته خپله وينه عطيه کړي.څو هغه خلک چې وينې ته ضرورت لري ترينه مستفيد شي.))




يو تن ځوان چې څو ځلې يې خپله وينه ورکړې، مشال راډيو سره خپل احساسات دا رنګه شريک کړل.

(( نوم مې فيروز دی، د خوشګنبد اوسيدونکی يم، صحت عامې ته راغلی يم، او خپله وينه مې ورکړه. تر څو د نورو انسانان ژوند پرې وژغورل شي. دوه درې ځلې ما وينه ورکړې او هيڅ کومه کمزورتيا نه احساسوم. او زه له هر افغان نه هيله لرم چې خپل وينه ورکړي او د نورو انسانانو وينه وژغوري.))

د ننګرهار د مرکزی روغتون مشر ډاکټر همايون زهير وايي چې عطيه شوې وينه به د تليسيميا ناروغانو تر څنګ هغو ناروغانو ته هم ورکوي چې وينې ته ضرورت ولري.

(( موږ په مياشت کې تقريباٌ دولس سوه ماشومانو ته چې په تليسيميا ناروغۍ يا د وينې په سرطان اخته وي دلته وينه ورکوو. دا وينه روغتون نه په بازار کې پيدا کوی شي، نه په کومه موسسه کې پيدا کيږي، مجبور يو چې له همدغسې ځوانانو څخه يې واخلو او بيرته يې دغو بچيانو ته ورکړو. همدا رنګه د جنګ له وجې او يا هم هغه ناروغان چې د عمليات پر وخت وينې ته اړتيا ولري، دا وينه ورته ورکوو. يو ځل بيا مننه کوم د دغو ځوانانو له احساس او زړورتيا نه چې خپلو هيوادوالو ته يې هميشه وينه ورکړې ده.))

ډاکټر همايون زياتوي چې پخوا به له ننګرهار څخه خلکو د تليسيميا ناروغان پيښور ته د وينې د پوره کيدو په خاطر بوتلل، خو اوس چې په ننګرهار کې د ځوانانو بيلابيلې ټولنې فعالې دي وخت په وخت د ننګرهار مرکزي روغتون ته راځي او خپلو اړو هيوادوالو ته وينه عطيه کوي. دی په هغو خلکو چې وينې ته اړتيا لري غږ کوي چې د ضرورت پر وخت د وينې بانک ته ورشي او په وړيا توګه وينه تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG