د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړې ځل افغان ښځینه پیلوټه فارغه شول


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په تیرو دیرشو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان له هوایي ځواک څخه یوه ښځینه پیلوټه فارغه شوی ده.


ورځپاڼه لیکي: ۲۱ کلنې بریدمنې نیلوفر رحمانې له نورو ۱۲ځوانو نایرینه افغانانو سره یو ځای د شینډنډ د هوایي اډې له روزنیز مرکز څخه د فراعت اسناد تر لاسه کړل.

په دی مرکز کې د امریکا د هوایي ځواک استادان ځوانو افغانانو ته زده کړې ورکوي.

نیلوفر رحمانې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته په دې اړه چې څنګه یې د پیلوټۍ مسلک غوره کړی، ویلي: یو علت یې دا و چې له پیلوټۍ سره یې زیاته مینه درلوده او بله دا چې د افغانستان ښځو ته وښیې چې یوازي نارینه ، نه بلکې ښځې هم د پیلوټۍ دنده پر مخ وړلاي شي.

نیلوفر واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته دا هم ویلې ، پلار یې له پیلوټۍ سره زیاته مینه درلوده ، خو څلویښت کاله وړاندې شرایطو د هغه دا ارمان پوره نکړ او دادی دی د خپل پلار دا ارمان پوره کړ او پیلوټه شوه.

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼې کې د کابل په شاه شهید سیمه کې د پنجشنبې د ورځې ځان وژوونکي حملې په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یې لیکي: د حزب اسلامي ډلې په دی وژونکې حملې کې لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او دغه حزب په یوې اعلامیې کې ویلي چې حمله یې د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د اوږدې مودې پوځي اډو د ورکولو په غبرګون کې کړی ده .

ورځپاڼې د حزب اسلامي د ویاند هارون زرغون خبره راخیستي چې وایي، دا حمله یې په احتیاط سره پلان کړي وه او کاروان یې له یوې اوونۍ راهیسې تعقیب کړی و.

وال سټریټ ژورنال د زرغون د خبرو په دوام کې لیکي: د پنجشنبې د ورځې ځان وژونکې حمله یې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي پاته کیدو په غبرګون کې کړی ده.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: له دغې حملې څخه څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د ګډې قوماندې د پلان رئیس آسترالیایي جنرال ګس مکلاکلن Gus McLachlan وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان په امنیت کې د اوږدې مودې ونډه لري.

د جنرال مکلاکلن په وینا، دا بیخې څرګنده ده چې په ایتلاف کې شاملو هیوادونو ژمنه کړې چې لږ ترلږه د نورو لسو کلونو لپاره به په افغانستان کې دېره وي.
آسترالیایي جنرال وال سټریټ ژورنال ته دا هم ویلي، موږ به په افغانستان کې خپله ونډه بدله کړو او د افغان امنیتي ځواکونو قوت به لا زیات کړو، خو له افغانستانه نه وځو.

پریکړه شوې چې د یوې بلې لسیزې لپاره هم له افغانستان سره مرسته وکړو.
XS
SM
MD
LG