د لاسرسي ځای

تازه خبر

اکانومسټ: نواز شریف له هند سره څه وکړي؟



اکانومسټ مجلې په خپل یو راپور کې لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د مسلم لیګ نواز ګوند په پارلیمان کې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي او هغه به حکومت هم جوړوي.


دې سره په هیواد کې د امنیتي او اقتصادي وضعی د ښه کیدو او د هندوستان سره په اړیکو کې د پرمختیا امیدونه را پیدا شوي دي.

سره ددې چې پاکستان ایټمي وسله لري، ترهه ګر تنظیمونه په کې د خپلو پولو بهر هم بربادي راوستل غواړي، د هندوستان سره د جګړې تاریخ لري او د سیاسي عدم استحکام ښکار دی، بیا هم کله چې د مې د یولسمې د عامو انتخاباتو نه وروستو نواز شریف د حکومت جوړولو په حال کې دی.

دا امید پیدا شوې چې د امنیت وضع به ښه شي او دا هیواد به لږ په قرار شي.

که چیرې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې موږ د نواز شریف د واک مودې ته وګورو نو دا رقم امیدونه ساتل ډېر عجیبه ښکاري ځکه چې هغه د انتقام نه ډک دی او خپله خبره په خلکو په زور ورتپي.

خو سیاستدانان بدلیدې شي او که د زرداري په حکومت کې موږ د نواز شریف رویې ته وګورو نه هغه د جمهوري حکومت پر ضد د هر سازش او کار مخالفت کړې دی.

نواز شریف وخت په وخت ویلي، چې د خلکو له خوا غوره شوې حکومت باید خپله موده پوره کړي.

مجله لیکي د ښې لاسې مذهبي ټولګو سره د هغه اړیکې د فکرمندۍ خبره ده او د هغه د ګوند حکومت په پنجاب کې د سخت دریزه ټولګو لکه لشکر جنګوي پرضد په عملیاتو کولو کې هم پاتې راغلې دی.

ناقدین وايي ځکه خو وسله وال سیکولر ګوندونه په نښه کوي او په هغه د ګوند په غړو بریدونه نه کوي.

ولې د وسله والو ټولګو سره اړیکې د هغوي په قابو کولو کې مرسته کولې شي.

د نواز شریف کامیاب کاروبار هم یو ښه خبر دې او هغه د پاکستان د انرژي د بحران او سړکونو د بیا جوړولو په ضرورت پوهه دی.

په پاکستان کې د مینځنې طبقې د رایې اچونکو شمیره په ډیریدو ده او ډیر هغه جاګیردار او د قبیلو مشران چې به سیاست يي قبضه وه به اوسنو انتخاباتو کې د منډې نه بهر شوي دي.

بله دا چې طالبانو ویلي وو چې ووټ اچول یو غیر اسلامي کار دی خو مجلې په وینا خوندوره خبره داده چې ۶۰٪ فیصده خلکو ووټونه اچولي او په پاکستان کې جمهوریت چې دا اوس څومره قوي ښکاري داسې کله هم نه وو.

که نوازشریف دومره وکړي شي چې، د خپل لوي ګاونډي هندوستان سره اړیکې خپل حالت ته راولي نو ډېر ښه به ترې راولاړ شي.
XS
SM
MD
LG