د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نجونو او هلکانو د ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې


نجیب الله الوخیل
د خوست ښار په ازادۍ مینه کې دنجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو دوې ودانۍ له جوړولو وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.


دخوست ولایت چارواکي وايي،چې نوموړې دوه پوړيزې ودانۍ د مخدره توکو پر ضد وزارت له هغه بودجې څخه په ۳۵میلیونه افغانۍ جوړې شوي، چې هر کال خوست ولایت ته له دې کبله ، چې کوکنار نه په کې کرل کیږي، ورکول کیږي.

د خوست ښار د ازادۍ مینې پروژه ، چې په ښار کې تر ټولو لویه د استوګنې پروژه ده او د امهال په کې په زرګونو کورنۍ استوګنه لري، د یادې پروژې اوسیدونکي له دې کبله چې د نجونو او هلکانو دزده کړو لپاره په نږدې سیمه کې ښوونځي نه وو موجود، له ستونزو سره مخامخ ول، چې بلاخره دولایت د مشرتابه په لارښوونه د نشه يې توکو پرضد وزارت له امتیازي بودجه څخه هرکال یو میلیون ډالر خوست ته ورکول کیږي.

نوموړې ګڼ میشته سیمه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو لپاره دوې جلا،جلا دوه پوړیزې ودانۍ جوړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

په نوموړیو ودانیو، چې څه دپاسه 35.5میلیونه افغانۍ لګښت شوی او ودانیزې چارې يې د یو کال په موده کې بشپړې شوي دي، د پرانیستې په مراسمو کې يې خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دده هڅه دا ده، چې خوست ته یاده امتیازي بودجه په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ولګول شي، تر څو د هیواد دراتلونکې نسل په روزنه کې ورڅخه ګټوره استفاده وشي:
((دغه دوه مرکزونه چې موږ او تاسو يې پرانیسته کوو‍‍‍‍، یو د نجونو د سکول تعمیر دی او بل هم د هلکانو، ددې بودجه هغه ده، چې زموږ ولایت ته هر کال‍یو میلیون ډالر راکول کیږي، دا امتیاز دې ولایت ته ددې په خاطر ورکول کیږي، چې دلته کوکنار نه کرل کیږي، ما تیر کال دا یو میلیون ډالر ټول تعلیمي مرکزونو ته په اختیار کې ورکړل.))

د خوست ولایت د نشه يې توکو پرضد ادارې چارواکیو له خلکو وغوښتل، چې دنشه يي توکو د استعمال پر ضد دې په کلکه مبارزه وکړي، تر څو ددې بدمرغې ټولنیزې پدیدې د ډیر زیان مخه ونیول شي.

د یادې ادارې مشر میرناګل تڼیوال له ښوونکیو او زده کوونکو وغوښتل، لکه څرنګه چې په خوست کې د مخدره توکو کر صفر دی، د هغې د استعمال په مخنیوي کې دې مرسته وکړي:
((د نشه يي توکو پر ضد وزارت دغه بودجه نن د جمعې ورځ په ټولیز ډول 26.5لکه ډالر په شپږو پروژو کې يې کارونه پیل شوي،چې همدا اوس يې دوې پروژې بشپړې شوي او نورې يې د بشپړیدو په حالت کې دي، د پوهنې لوړو زده کړو او روغتیا په سکټورنو کې ترسره کیږي، په همدې توګه 23.5لکه ډالر چې پاتې بودجه ده په هغو پروژو به ولګول شي، چې په رښتیا سره بنسټیزې او مهمې پروژې وي، د ټولو خوستوالو نه په ځانګړي ډول د معارف له منسوبینو څخه غواړو، چې زموږه تلاشونه باید په دې برخو کې وي، چې کښت تولید،قاچاق لکه چې مخنیوی يې شوی دی باید تر پایه صفر وساتل شي.))

د یادونې وړده ،چې دا مهال په خوست کې خوا شا دوه لکه اتیا زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې څلویښت سلنه ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري، چې دونو تر سیورو لاندې او یا په بیدیاوو کې سوځنده لمر،خاورو، دوړو بادونو او بارانونو ته زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG