د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتکیا او لوګر ولایتونو کې ۹ تنه وسلوال وژل شوي دي




نجیب الله الوخیل
د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د دولت دوسلوالو مخالفینو یوه اوه کسیزه ډله هغه مهال د نړیوالو ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغله،چې غوښتل يې له سیمې څخه په سراچه موټر کې وتښتي،په دې برید کې پنځه تنه مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي،همدارنګه د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم څلورتنه وسلوال مخالفین د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۳تندرقول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

(( د دویمې پلې لوا پوځیانو د ایتلافي ځواکونو سره په ګډه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د شرمت خیلوپه سیمه کې عملیات تر سره کول، چې له سیمې څخه دوسله والو مخالفینو یوه ډله د یوې عرادې سراچې موټر پواسطه په تښتیده وه، چې د ایتلافي ځواکونو لخوا پری هوایي برید وشو، په پایله کې یی(۵)تنه مخالفین ووژل شول او دوه تنه ټپیان شول، په دې عملیاتو کې یو شمیرسپکې اودرنې وسلې اومهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته لویدلي دي.))

د یوبل خبرله مخې څلور تنو وسله والومخالفینو چې غوښتل يې د لوګرولایت د برکي برک ولسوالۍ په اړونده سیمه کې ماین ځای پرځای کړي،خپل ماین ورپورې چاودلی او څلور واړه ماین خښووونکي په کې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو که څه هم دوی ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي،خو په نوموړو ولایتونو کې يې د یو شمیر نورو بریدونو ادعاوې کړي دي.

د یادونې وړ ده نن د کابل ښار په شاه شهید سیمه او د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدونه وشول،چې په کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

‍‍
XS
SM
MD
LG