د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د کتاب اوه ورحينی نندارتون پرانستل شو


بازمحمد عابد
په جلال اباد کې د کتاب اووه ورځينی نندارتون د سې شنبې يا نهې په ورځ پرانستل شو چې د راتلوونکي ګل ورځې پورې به دوام وکړي. دغه نندارتون کې ۲۵ کتاب خپرندويه ټولنو برخه اخيستې او هر کتاب ته يې په سلو کې شل افغانۍ تخفيف هم ورکړی دی.


زه به په دې اړه ريپوټ درليږم.
دغه نندارتون د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په انګړ کې پرانستل شوی چې په زرګونو عنوانه کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم د نندارتون د پرانستې پر مهال وويل: د کتاب د مطالعې کلتور د رواجولو په خاطر يې د خلکو پر مخ نندارتون پرانستی دی، نوموړي وويل:

(( په دغه يوه لسيزه کې په ننګرهار کې ۸۵۰ عنوانه کتابونه خپاره شوي چې دا ډيره لويه لاسته راوړنه ده. نو د دې لپاره بايد بازار موندنه وشي، او د دې بازار موندنې لپاره د اطلاعات او فرهنګ رياست دا غوره وګڼله چې دغه شان د کتاب نندارتونونه ورته جوړ کړو. او غواړو چې د دغې فرهنګ په عملي کولو سره په ولس کې د مطالعې فرهنګ پياوړی وکړو. دغه نندارتون د يوې اوونۍ لپاره داير شوی او څه نه څه پنځه ويشت کتاب خپرندويه ټولنو په کې برخه اخيستې ده او هر کتاب ته يې په سلو کې شل تخفيف هم ورکړی دی.))

د ننګرهار د خپرندويه ټولنو د اتحاديي مرستيال سبحان الله وقار وايي چې د نندارتون له برکته به د دوی د خپرو شويو کتابونو په مينه والو کې زياتوالی راشي.

(( هغه کتابونه چې موږ چاپ کړي وو، خلکو ته پته نه وه. په کتابخانو کې راسره ايښي وو، هر سړي خو کتابخانې ته راځي هم نه، نو اوس به د راډيو ټلويزيون له لارې د کتاب نوم خپور شو، د کتاب د مطالعې پيغام خپور شو. نو په دې کې د کتابپلورنځيو لپاره هم مادي او هم معنوي ګټه ده.))

دغه نندارتون ته د ژوند د هرې طبقې سره لرونکي ورځي او د خپلې خوښې کتابونه اخلي. دوه تنو يې مشال راډيو ته وويل:

(( نوم مې عبدالرحيم صراف دی. افغانستان کې د نندارتونونو کلچر ډير ضعيفه دی، خو دا بايد نور هم دلته عام شي چې خلک مطالعه وکړي، متاسفانه افغانان او بيا پښتانه کتاب سره هيڅ علاقه نه لري، مطالعه نه کوي، ما خو ي، تاح التواريخ واخيستو دا مې پخوا هم لږ شان مطالعه کړی و او بل مې سياست پوهنه واخيسته. کوشش کوم چې د خپل ذوق سره سم نور کتابونه هم راپيدا کړم او وايې خلم.))

(( زما نوم رفيع الله دی او د ننګرهار ولايت يو تن اوسيدونکي يم. ما درې پښتو کتابونه واخيستل چې دوه يې ناولونه دي او يو يې د تپيزو دی.))

د ننګرهار د اقتصاد پوهنځي استاد سيد قياس سيدي وايي که دغه شان نندارتونونه وخت په وخت جوړ شي، نو له کتاب لوستلو سره به د خلکو مينه پيدا شي.

(( دومره خپرندويه ټولنې چې په ننګرهار کې دي، د افغانستان په بل ولايت کې نه شته، موږ پرې وياړو. خو که چيرته دغسې نندارتونونه جوړ شي، نو دا خپرندويه ټولنې به لا پسې تشويق شي. نو هيله مې دا ده چې د اطلاعات او کلتور رياست تر څنګ نورې علمي او فرهنګي ټولنې چې دي هغوی هم دغسې نندارتونونه جوړ کړي، تر څو زموږ خلک د علم او فرهنګ او لوستلو سره مينه او علاقه پيدا کړي.))

د خلکو د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم وايي:
(( په راتلوونکي کې موږ په پام کې لرو چې هره مياشت کې د کتاب نندارتون ولرو. او دا کتاب نندارتون به نه يوازې دا چې د ننګرهار د خپرندويه ټولنې به په کې وي، بلکې د افغانستان د نورو ولايتونو څخه به هم ورته کتاب خپرندويه ټولنې له موږ سره ګډون وکړي، تر څو موږ وتوانيږو چې د دې ټولنې قابيليتونه او د ځوان نسل فکري پياوړتيا لا پسې غني کړو.))

ياده دې وي چې په جلال اباد کې په لسګونه خپرندويه ټولنې په فعاليت بوختي دي، هره اونۍ څو عنوان کتابونه خپريږي چې اوس د کتاب پلورلو په عمده مارکيټ بدل شوی او د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ورته کتاب پلورونکي راځي او د خلکو له ذوق سره سم کتابونه نورو ولايتونو ته وړي.
XS
SM
MD
LG