د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د نرسانو د روزنې مرکز پرانيستل شو


سيدشاه سقیم
د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د ډاکټرانو او نرسانو د نشتوالي د ستونزې د ختمولو په موخه د نرسانو د روزنې مرکز پرانيستی دی، دوی وايي، د مرکز له پرانيستنې سره سم يې بيا پنځوس تنه نارينه او ښځينه وو ته په دغه مرکز کې روزنه ور پيل کړې ده،


چارواکي وايي، په زابل کې يې د نرسانو د روزلو لپاره مرکز پرانيستی دی او دا مهال يې پنځوس تنه چې پنځه ويشت يې ښځې او پنځه ويشت يې نارينه دي په کې شامل کړي دي.
دوی وايي، په دغه مرکز کې به په دريو مياشتو کې نرسان روزل کېږي او بيا به هغو سيمو ته لېږل کېږي، چې دا مهال ورته اړتيا لري.

د چارواکيو په خبره، د مرکز د جوړولو لګښت د واليانو پر کړنو له ولاړې بوديجې يا (پي بي جي ايف) څخه ورکول شوی دی.

د زابل د ملکي روغتون مشر ډاکټر زلمی رښتين وايي، د روزنې پر مهال يوازې استادانو ته معاشونه او نرسانو ته تر مرکز پورې د راتلو کرايه ورکول کېږي.

دی وايي، د نرسانو له روزلو سره به يې ډېرې ستونزې کمې شي.

((دا د ولايت مقام د( پي بي جي ايف) له خوا د شپږ سوه زره افغانيو پروژه ده. اوس موږ پنځلس زره افغانۍ استاد ته او د ورځې سل افغانۍ شاګرد ته د ټرانسپورټ په نامه ورکوو، نور نو کتابجې قلمونه او نوره قرطاسيه هم ورکوو، موږ تمه لرو چې د دغو نرسانو له روزل کېدو سره به د دوی ظرفيتونه ډېر لوړ شي، او هغه مشکلات به هم ډېر حل شي چې اوس يې موږ په داخل کې لرو.))

ډاکټر زلمی رښتين وايي، دا مهال د زابل په ملکي روغتون کې دوه ويشتو تنو ډاکټرانو ته اړتيا لري، خو وايي، اوس يوازې اووه تنه ډاکټران په دغه روغتون کې کار کوي.
دی وايي، روزل شوي نرسان که څه هم د ډاکټرانو تشه نه شي ډکولای خو وايي، بيا به هم ستونزې لېږې کمې کړي.


د ده په خبره، د دوی روغتون ته د مسلکي ډاکټرانو د رالېږلو لپاره له ځينو ډاکټرانو څخه هم ازموينې اخيستل شوې او اوس په تمه دي، چې بريالي شوي ډاکټران ورته راولېږل شي.
((له قابلو، نرسانو او ټيکنېشنانو څخه امتحان واخيستل شو چې له زابل څخه پکې لسو تنو برخه واخيسته او په راتلونکې هفته کې به انشاالله د ډاکټرانو امتحان وي، له ډېرو ډاکټرانو سره په شخصي توګه ارتباط نيول شوی دی، هغوی کاغذونه جمع کړي دي راتلونکې هفته کې به د هغوی امتحان هم واخيستل شي او تمه ده چې تکړه کسان به دلته راولېږي. اوس خو په اوو کسانو باندې د دوه ويشتو کسانو کار کول بېخې ستونزمن دی.))

تر دې وړاندې د زابل ځينو اوسېدونکيو په ملکي روغتون کې له ډاکترانو څخه سر ټکاوو، چې دغه څو تنه ډاکټران هم پر وخت خپل کار ته نه راځي.

دوی ادعا کوله، چې د ډاکټرانو د پر وخت نه راتګ له امله يې ناروغان تر غرمې د روغتون په انګړ کې پراته وي.
XS
SM
MD
LG