د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارک اوباما نواز شریف ته مبارکي وویله


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مې پر یوولسمه نېټه په تر سره شوو انتخاباتو کې د مسلم لیګ (نون) ډلې پر کامیابي نواز شریف ته مبارکي ورکړې ده.

بارک اوباما د سېشنبې په ورځ د پاکستان مسلم لیګ (نون) ډلې له مشر میا نوازشریف سره پر ټلیفون خبرې اترې کړې دي.


ولسمشر بارک اوباما په پاکستان کې له یوه ټاکل شوي حکومته بل ټاکل شوي حکومت ته د واک په سپارلو کې د نواز شریف پر کردار د هغه مننه هم کړې ده او د واک دا سپارنه د پاکستان په جمهوريت کې یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

د دې ټلیفوني خبرو اترو پر مهال ولسمشر اوباما د اورپکو له خوا پر ګواښونو سربېره په انتخاباتو کې پر برخه اخیستلو د پاکستاني ولس د حوصلې ستاینه کړې ده او دا یې په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره یو ښه مثال بللی دی.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما او میا نواز شریف دواړه پر دې سلا شوي چې د امریکا او پاکستان د اړیکو د مظبوطولو لپاره به په ګډه کار کوي .

دوی پر دې هم له یو بل سره متفق شوي دي چې په یوه پرامن ، خوندي او سوکاله پاکستان او سیمه کې به خپلې شریکې ګټې پر مخ وړي.
XS
SM
MD
LG