د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف د بند موده ۱۴ ورځې نوره وغځول شول


د پاکستان په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت نن د بېنظير بوټو د وژنې په مقدمه کې په خپل کور کې د پروېز مشرف د بند موده ۱۴ ورځې نوره وغځوله.


عدالت د مشرف د ضمانت د درخواست اورېدنه هم د روانې مياشتې تر شلمې پورې وځنډول.

پر پخواني پوځي واکمن مشرف تور دی چې نوموړي د ۲۰۰۷م کال د ډسمبر په مياشت کې د پارليماني انتخاباتو د کمپاين پر مهال د بېنظيرې صحيح امنيتي انتظامات نه و کړي.

مشرف دا تورونه رد کړي دي. نوموړی د دې تر څنګ په ۲۰۰۷م کال کې د اېمرجنسي نافذولو پر وخت د ججانو د نظر بندۍ او په ۲۰۰۶م کال کې د بلوڅ ياغي مشر اکبر بګټي د وژنې له قانوني تورونو سره مخامخ دی.

مشرف دوې مياشتې وړاندي د ۱۱م مې په انتخباتو کې د برخه اخستو لپاره پاکستان ته ستون شو خو په انتخاباتو کې له برخې اخستو منع کړل شو.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG