د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د امریکايي سرتیرو په ایستلو کې به مرسته وکړو


د پاکستان د مسلم لیګ نون ګوند مشر چې د دې هېواد په انتخاباتو کې یې ‌ډېرې څوکۍ ګټلي ژمنه کړې ده، چې د افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو په برخه کې به له امریکا سره هر ډول همکاري وکړي.


نوموړې د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې له هندوستان او امریکا سره به د خپل هېواد اړیکې ښې کړي.

د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نون ګوند د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې بریالی شو او نوموړې به د دې هېواد راتلونکی صدراعظم وي.

د پاکستان راتلونکې صدراعظم او د مسلم لیګ نون ګوند مشر نواز شریف د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې به د امریکا متحده ایالات د پاکستان بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري.

د نوموړی په وینا امریکايي سرتیري کولای شي چې؛ د افغانستان څخه د وتلو او د تجهیزاتو د ایستلو لپاره د پاکستان له خاورې ګټه واخلي.

نواز شریف همدارنګه د پاکستان ګاونډي رقیب هېواد هندوستان ته هم پیغام ورکړ چې پاکستان له دې هېواد سره د اړیکو د پیاوړي کولو غوښتونکی دی.

نوموړی زیاته کړه، د پاکستان سره د یو شمېر هېوادو د راتلونکو اړیکو په اړه اندېښنې بې ځایه دي.

د پاکستان راتلونکې صدراعظم نوازشریف په لاهور کې په خپل استوګنځي کې د لویدیځو رسنیو یو شمېر خبریالانو ته د امریکا د متحدو ایالاتو سره د اړیکو په اړه وویل، چې موږ له امریکا څخه خپل ملاتړ زیاتوو څو ټولې چارې په سمه توګه ترسره شي.

نوازشریف دا څرګندونې څو ساعته له هغې وروسته وکړې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وویل واشنګټن چمتو دی چې له اسلام اباد سره د یو شریک په توګه برابره همکاري وکړي.

اوباما همدارنګه په خپلو څرګندونو کې په پاکستان کې د واک د انتقال هرکلۍ وکړ.

تر دې مخکې نواز شریف له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، که چیرې د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شي نو د امریکا په مشرۍ د تروریزم ضد جګړه کې به د پاکستان ګډون پای ته ورسوي.

نوموړې ددې همکارۍ پای ته رسول د پاکستان او نړۍ د سولې لپاره مهم بللي وو. خو نواز شریف د تیرې پنجشنبې په ورځ په خپلو هغو څرګندونو کې دا نه وه مشخصه کړې چې ایاد طالبانو او القاعده سره په جګړه کې به پاکستان خپلې ټولې همکارۍ له امریکا سره بندې کړې او کنه ؟

د شنبې د ورځې د عمومي انتخاباتو په نتیجه کې نواز شریف څوارلس کاله وروسته یو وار بیا د پاکستان په سیاست کې ورګډ شو؟

د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ نون ګوند چې ویل کیږي، د پاکستان د سخت دریځو ډلو ملاتړ ورسره دی، په دې انتخاباتو کې وتوانیده چې ددې هیواد د پارلمان د دوه سوه دوه اویا څوکیو څخه یو سلو یودیرش څوکۍ وګټي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده په ۲۰۱۴ م کال کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، پاکستان یې ددې ځواکونو د دوی د تجهیزاتو د ایستلو په لاره کې مهم هیواد دی.

یو شمیر افغان څیړونکې په دې باور دي چې که چیرې پاکستاني پوځیان مداخله ونه کړي، د نوي حکومت په جوړیدو سره د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې کیدای شي.

د پاکستان څخه افغانستان ته د وسلوالو اوښتل، د پولې اغاړي د سخت دریځو وسلوالو د روزنې د مرکزونو، شتون، پر یو شمیر افغان سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه د افغانستان د حکومت تر ټولو لویې اندېښنې دي چې د پاکستان په اړه یې لري.

خو تر دې مهاله د پاکستان د نوي جوړیدونکي حکومت یادو څیرو تل د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
XS
SM
MD
LG