د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې اته تنه طالبان مړه او ټپيان شول



سيدشاه سقيم
د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې اته تنه طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
دوی وايي، په دغو عملياتو کې يو بل طالب ژون دی نيول شوی دی.


چارواکي وايي، د طالب وسله والو پر ضد دغه عمليات يې شمشېر نومېږي، چې تېره شپه د ميدان وردګو په مرکز کې شوي دي.

دوی وايي، د عملياتو پر مهال درې تنه طالب وسله وال وژل شوي، پنځه نور ژوبل شوي او يو بل ژون دی نيول شوی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، عمليات د کاکا ملا او قلعه يې مشکو په سيمو کې افغان ګډو ځواکونو کړي دي.

دې وايي، تر عملياتو وروسته د وژلو شويو وسله والو وسلې او مخابرې هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې دي.

((د شمشير په نامه دغه عمليات د مرکز ميدان په ملا کاکا او قلعه مشکو سيمه کې د طالبانو پر ضد شوي دی، چې په کې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي، په دې سربېره يو طالب له يوې تمانچې سره ژون دی نيولی شوی دی. او له مړو شويو کسانو څخه يو ميل راکټ انداز، دوه فايره د راکټ مرمۍ او يوه پايله ايکم مخابره هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.))

چارواکي وايي، په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو وايي، د عملياتو پر مهال د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

لس ورځې وړاندې هم افغان سرتېرو د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ملا نور محمد په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قومندان وژلی او يو ملګری يې ژون دی نيولی وو.
XS
SM
MD
LG