ظفرکریمي
د کراچۍ اورنګي ټاون پولیس وایي د ګل یا دوشنبې په مازیګر د سېمې په اسلامیه کالونۍ سېمه کې نامالومو وسله والو د نونهال نومې سکول مخې د لاسي بم حمله او ډزې کړي چې له امله یې یو تن وژل شوي او د یوې ماشوم په ګډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
د سېمې د پولیسو مشر هارون رشید مشال راډوی ته ویلي چې وژل شوې تن عبدالوحید خان نومیده او نوموړي د برایټ ایجوکیشن فاونډیشن په نوم د یوې غیر سرکاري اداري مشر و.
((دوه وسله پیدل راغلي دي ، عبدالوحید د هغه ورور وحیدګل او د هغه ماشومه لور باندې یې بمي حمله او ډزې کړي دي ، عبدالوحید وژل شوې او پاتې دوه زخمیان دي. د این جي مشر و. دغې غیر سرکاري او تعلیمي ادارې او میډیکل سنټرونه لرل .د پولیو د کارکونکو ډسټربیوشن هم هم ددوي له سکول څخه کیده))
د عبدالوحید خان مرستیال باچا حسین مشال راډیو ته ویلي دي چې د دوی این جي او په سېمه کې د سکولونو ترڅنګ د پولیو د څاڅکو ورکونکو له پاره ریسورس سنټر لري.
ددې ترڅنګ دغه این جي او رعایتي د خوراک څښاک انتظام او د دواخانې هم جوړې کړې وې .
د هغه په خبره په سېمه کې د ناقانونه ډلو غړو نوموړي ته دړکې ورکولې، خو نوموړی د سېمې او خپل کار پریښودلو ته تیار نه و.
اسلامیه کالونۍ د کراچۍ په اورنګۍ ټاون کې د پښتنو ګڼ میشته او پسمانده سېمه ده.
ددغې سېمې ګڼ شمیر سکولونه په کراچۍ ښار کې تیر کال د لساني جګړو، هدفي وژنو او بدامنۍ له کبله بند پراته دي.
د پاکستان له پاره د انساني حقونو کمیشن په سماجي کارکن عبدالوحیدخان د شوې حملې غندنه کړې ده .
تراوسه پورې ددغې برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
یاده دې وي د روان کال د مارچ په میاشت کې د اوسنۍ پېښې د ځایې سره نزدې د یوې بلې این جي او مشره پروین رحمان وژل شوې وه.
د هغې د وژنې پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې جندالله په غاړه اخیستې وه .