د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د بهرنیو خبریالانو شمېر کمېږي


سرچینه: ډېلي بیسټ

په ډيلي بيسټ ووبپاڼې کې خبريال هيدي وټ ليکي چې په افغانستان کې يې د ايسوشي ايټېډ پريس خبري اژانس له پاره څلور کالونه کار وکړ. نوموړی زياتوي، د ده په څېر د يو شمېر نورو بهرنيو خبريالانو اساسي دنده دا ده چې امريکايي ولس له هغه څه خبر کړي چې په افغانستان کې پېښېږي.


هيدي وړاندې وايي، د ده له پاره هغه ورځ له نورو بدله وي کله چې دی د بمي چاودنو او ځان مرګي بريدونو ځايونو ته ځان رسوي او له طالب وسله والو سره د اي ميل له لارې رابطه کوي.

د نوموړي په خبره، هغه څيز چې دی يې اندېښمن کړی، دا دی چې په تېرو څو مياشتو کې په افغانستان کې د لويديځ هېوادونو د خبريالانو شمېر کم شوی دی. د دې خبريال د وينا له مخې، همدغه د دوی خبرونه او رپورټونه دي چې افغانستان يې د امريکايانو په زړونو او ذهنونو کې ژوندی ساتلی دی.

په ليکنه کې ويل شوي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم بهرني خبريالان هم لګيا دي له دغه هېواده پښې سپکوي. په ۲۰۱۰ م کال کې نومیالیو خبري ادارو په افغانستان کې د خپلو خبريالانو شمېر سېوا کړی و. هغه وخت په ياد هېواد کې ايسوشي ايټېډ پريس څلور تنه نړيوال رپورټران درلودل، چې دا مهال يې شمېر دوو ته راټيټ شوی دی.

په ليکنه کې د ازاد خبريالانو يادونه هم شوې چې وايي، له دوئ څخه يو شمېر يې لا هم په افغانستان کې د امريکايي مجلو له پاره کار کوي.

دغه راز د هغه افغان خبريالانو په هکله، چې له بهرنيو رسنيو سره کار کوي، ويل شوي چې دوی تکړه دي او ښه معاشونه ورته ورکول کيږي.

په ليکنه کې خبريال هيدي وټ زياتوي، اوس هم چې په افغانستان کې کله بمي چاودنه وشي، په هوايي بمبارۍ کې ملکي خلک په نښه شي او يا کومه ښځه په دې تور سنګساره کړل شي چې له خپل بد چلنه خاوند څخه يې د تېښتې هڅه کوله، يو شمېر خبريالان موجود دي چې پر دغه رقم پېښو رپورټونه جوړ کړي.

ليکوال وړاندې ليکي، په دې خبريالانو کې ځينې خود غرضه وي چې غواړي داسې پېښه رپورټ کړي چې ځانته نوم پرې وګټي. ځينې بيا داسې دي چې هڅې کوي په افغانستان کې کېدونکې ناانصافۍ په ګوته کړي او د خپلو رپورټونو په ترڅ کې د ځپل شوي ولس د حقونو خبره وکړي.

د ليکنې په پای کې ويل شوي، په افغانستان کې چې په ۲۰۱۵ م کال کې کله يو ځان مرګی بريد کيږي نو کېدای شي د رپورټ کولو له پاره يې د لويديځ کم شمېر خبريالان دغلته پاته وي. او د افغان خبريالانو تر شا به هم هغه نړيوالې رسنۍ نه وي چې په مټ يې دوی په افغانستان کې کېدونکې پېښې رپورټ کوي.
XS
SM
MD
LG