د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې ګڼ شمېر وژلي، ژوبل کړي


د کوټې بېګانۍ چاودنې انځور.
د کوټې بېګانۍ چاودنې انځور.


کوټه - کوټې ښار د يکشنبې او دوشنبې په منځۍ شپه يوې زورورې چاودنې ولړزاوه. د پولیسو په خبره په زرغون سړک د صوبې د ګورنر او وزیراعلا له کورونو سره په څه فاصله خو د پولیسو د مشر له کور سره څېرمه شوې.



دا لا هم څرګنده نه ده چې د برید هدف څوک وو.

د برید ږغ په ټول ښار کې واورېدل شو، او له هرې سیمې وګړيو رسنيو ته د دوی په سیمه کې د راکټ برید ياد کړ. خو وروسته د پولیسو مشر مشتاق سوکېرا له رسنيو سره په خبرو کې وویل:

((په ښار کې هيڅ يو ځاي راکټي برید شوی نه دی. بلکې ټول ښار د همدې چاودنې ږغ اورېدلی.))

مشتاق سوکېرا د شپې ناوخته رسنيو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

((تر اوسه پورې چې په سول او سي ایم ایچ روغتون کې کوم ټپیان راوړل شوي دي، د هغوي شمېر شاوخوا ۶۸ دی. او تر اوسه پورې د مړيو شمېر شپږ دی، چې پولیس، ايف سي او عام وګړي په کې دي. د لومړنيو پلټنو تر مخې په دې برید کې هينو ډوله ټرک او له پنځلس سوه بیا تر دوه زره کیلوګرامه پورې چاودېدونکي توکي په کې کارول شوي دي.))

که څه هم ډېری ټپيان د پېښي په ځاي کې ټپي شول، خو د کوټې سېول روغتون ته د شپې داسې کسان هم په ټپي حالت کې راوړل شوو، چې د پېښي له ځايه په سلګونو ميتره لرې په خپلو کورونو کې د برید له امله ټپي شوي وو.

سراج احمد يوه همداسې ټپي په سېول روغتون کې مشال راډيو ته وویل:

((زه په ډاکټر بانو سړک په خپل کور کې ناست وم چې چاودنه وشوه. زما د کور نه يواځې ټولې ښیښې ماتې شوې، بلکې د کور ودانۍ مو هم بیخي زیات متاثره شوه. زما په فکر زه په دې شيشو ژوبل شوم. چې په ما راولوېد.))

د زرغون سړک دا چاودنه په داسې حال کې وشوه، چې د کوټې د پریس کلب مخې ته د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې له لوري د اوسنيو ټول ټاکنو د نتيجو پر ضد احتجاج روان وو.

تر برید سمدستي وروسته د احتجاج ګډونوالو ډزي پېل کړې، او دا فکر يې کاوه چې ګواکې برید د دوی د مظاهرې پر ګډونوالو شوی.

د ويلو وړ ده چې د کوټې په تاریخ کې دومره زوروره چاودنه تر اوسه نه ده شوې.

په دې چاودنه کې کې شا و خوا ۲۰۰۰ کیلوګرامه چوونکي مواد کارول شوي ول.

د رپورټ د بشپړېدو پورې د دې دې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG