د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په انتخاباتو د افغانستان غبرګون



د پاکستان د دوه زره دیارلسم کال د مئ د یوو لسمې نیټې د انتخاباتو ، مخې ته راغلې غیر رسمي پایلي ښکاره کوي چې دپاکستان مسلم لیګ ( ن ) ګوند به په مرکز او پنجاب صوبه کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي او په خیبر پښتونخوا کې به تحریک انصاف د ځینو نورو سره په ګډه حکومت جوړ کړي، مسلم لیګ (ن ) او تحریک انصاف دواړه هغه ګوندونه دي چې د طالبانو په اړه نرم دریځ یې درلودلو، نو که پاکستان کې دداسې ډلو حکومت جوړیږي چې دپاکستان یا افغانستان د طالبانو سره ښې اړیکې لري نو په راتلونکي کې به دافغانستان او پاکستان اړیکې څنګه وي ؟


دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دخالي په ورځ وویل په عوامي نیشنل پارټۍ ترهګر ځکه بریدونه کوي چې نوموړی ګوند په انتخاباتو کې بریالی نه شي، خو داتوار په ورځ یې پاکستان ته د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، ووټونو ښکاره کړه چې د پاکستان خلک د جمهوریت پلوي دي.نوموړي وویل، هیله من دی چې د پاکستان نوی حکومت به دافغانستان سره د ورور ولۍ د فضا د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي.

خبریال او کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي ، افغانستان چې دپاکستان د اوسنیو ټول ټاکنو نه کومه تمه لرله ، هغه پوره نه شوه :

(( افغانستان کې حکومتي چارواکي او پوهان اکثر داسې فکر کوي ، یا خواهش یې و چې پاکستان کې داسې حکومت جوړ شي چې د افغانستان سره ښې اړیکې غواړي ، هغوی د طالبانو ملګري یا همدرد نه وي، نو د هغوی دا خواهش به کیده چې پیپلز پارټي ، عوامي نیشنل پارټي وګټي یا داسې نور، خو هغه کار ونه شو ، اوس هغه حکومتونه په واک کې راغلل چې غواړي د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات وشي او امریکې سره په اړیکو له سره فکر وشي، نو په غو نتایجو او د غو ګوندونو به افغانستان خوښ نه یي. ))

رحیم الله یوسفزی وايي مسلم لیګ ( ن) او تحریک انصاف چې کومې خبرې اقتدار ته تر رسیدو وړاندې کولې ، ګرانه به وي چې واک ته رسیدو نه پس یې عملي کړي. په دغو خبرو کې د طالبانو سره مذاکرات ، د ډرون الوتکو د بریدونو مخ نیوی او نورې خبرې شاملې دي.

دافغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاذ ودیر څاپي وايي ، که مسلم لیګ ( ن ) او تحریک انصاف د طالبانو سره ښې اړیکې لري نو دې ته باید یوازې په منفي نظر ونه کتل شي، دا کار ګټې هم لري :

(( زه فکر کوم چې که دغه هر یو یې راشي ، که عمران خان راشي که نواز شریف ، حکومت ته ورسیږي ، نو که دوی د طالبانو سره ښې اړیکې لري، دا زمونږ په ګټه هم ده ، ولې چې که د طالبانو سره دوی رښتیا نرم دریځ لري ، د خپلو طالبانو سره یا د افغانستان د طالبانو سره ، نو دوی به هغوی ته د جنګ پر ځای د خبرو او مذاکراتو د عوت ورکړي، اوداد افغانستان غوښتنه هم باید وي ځکه چې مسئلې په خبرو هواریږي نه په جنګ . ))

پاکستان کې تیر حکومت کې پیپلز پارټي او عوامي نیشنل پارټي په واک کې وو، ددواړو ګوندونو سره افغانستان ښې اړیکې درلودلې، خو بیا هم له پاکستانه دحقاني شبکې او د کویټې شورا وسله والو ډلو افغانستان ته وسله وال او ځانمرګي لیږل، دافغانستان ، غربي نړۍ او امریکې په بار بار غوښتنه هم پاکستان په خپله خاوره کې د یادو ډلو خلاف عملیات نه کول ، نو اوس چې د حکومت واګي به هم د مسلم لیګ ( ن ) ، تحریک انصاف ، یا ځینو اسلامي ډلو سره وي، ایا د پاکستان د خاورې نه افغانستان ته د بریدګرو لیږل به بند شي، ددې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي :

(( زما په اند په پاکستان کې دننه به د وسله والو بریدونه کم شي یا به ودریږي خو ، افغانستان کې په هغه صورت کې چې دکابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک شي، یو تاثیر به ولري، خو که د افغانستان حکومت کمزوری وي، دا بریدونه به کم نه بلکه زیات شي. ))

احمد سعیدي وايي نوازشریف د افغانستان او کشمیر په موضوع ډیر سخت دریځه دی، او همدارنګه د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې د نړیوال ایتلاف نه هم ځان جلا کولی شي.

که څه هم تحریک انصاف به په اول ځل په صوبايي یا قومي کچه واک ته رسیږي، خو مسلم لیګ ( ن ) ګوند تر دې وړاندې څو وارې اقتدار لاس ته راوړی، او تیر دولس کلونه یې داسلام اباد له ایوانونو لرې تیر کړي او سیاسي ټکرونو ورته تجربه هم پخه کړې نودځینو کارپوهانو په اند ښايي دوی به خپله دودیزه کړنلاره کې بدلون راولي.
XS
SM
MD
LG