د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې یو قومي مشر وژل شوی دی



ښرنه - تیره شپه د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ د مارزکو په کلي کې يو تن قومي مشر د دولت وسلوالو مخالفينو له خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.


د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي،چې تيره شپه څو تنه وسلوال مخالفين د سروضې ولسوالۍ دمارزکو په کلي کې د حاجي نظير کور ته ورغلي او قومي مشر حاجي نظير يې د خپلې کورنې په مخکې د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی.

په اعلامیه کې راغلي،چې حاجي نظير نږدې شپیته کاله عمر لاره او حکومت سره يې کومه رسمي دنده نه درلوده. پکتيکا والي محب الله صمیم هم دنوموړي قومي مشر په وژنه ژور خپګان په ډاګه کړی او دقومي مشرانو وژنه يې نه بخښونکی عمل بللی دی.

پولیسو په یاده سیمه کې د پیښې دعاملینو دنیولو په موخه دپلټنې هڅې پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG