د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات ۲۰۱۳: نتیجې را روانې دي




د پاکستانیو پارلېماني انتخاباتو د نا دولتي نتیجو تر مخې مسلم لیګ نواز ډلې په قامي اسمبلۍ او پنجاب کې تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.

نا حکومتي پایلې ښيي چې د قامي اسمبلۍ پر څوکیو تر اوسه دویم نمبر د پاکستان تحریک انصاف او درېیم نمبر د پیپلز ګوند دی.

قامي اسمبلي: د ګټلو څوکیو پر اساس د ګوندونو ځای.


۱. پاکستان مسلم لیګ
۲. پاکستان تحریک انصاف
۳. پاکستان پیپلز ګوند

خیبر پښتونخوا نتیجې: د نتیجو تر مخې دې ګوندونو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.


۱. پاکستان تحریک انصاف
۲. جمیعت علمای اسلام (ف(
۳. پاکستان مسلم لیګ (ن)

په پښتونخوا کې عوامي نیشنل ګوند تر اوسه درې څوکۍ ګټلې دي.

بلوچستان: په بلوچستان کې تر اوسه د ګوندونو د څوکیو ترتیب داسې دی.


۱. پښتونخوا ملي عوامي ګوند
۲. پاکستان مسلم لیګ (ن)
۳. ازاد نوماندان

پنجاب: په پنجاب د ګوندونو دا ډول صورتحال دی.


۱. پاکستان مسلم لیګ (ن)
۲. ازاد نوماندان
۳. پاکستان تحریک انصاف

سېند: د سېند اسمبلۍ څوکیو دا انځور جوړ کړی دی.

۱. پاکستان پیپلز ګوند
۲. متحده قامي موومنټ
۳. پاکستان مسلم لیګ (فنکشنل)

د یادونې وړ ده چې ټولې نتیجې نا حکومتي، کره او بشپړې نه دي.


تېره ورځ په پاکستان کې انتخابات وشول چې په ترځ کې یې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان وسله والو طالبانو د ووټ ورکولو عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو خو پرته له کراچۍ په بل یو ځای کې هم د نا امنۍ پېښې و نه شوې.
XS
SM
MD
LG