د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده


د عوامي نیشنل ګوند سېند څانګې مشر سینېټر شاهي سید تور پورې کړی دی چې په کراچۍ کې په انتخاباتو کې درغلي روانه ده.

نوموړي پر انتخاباتي کمېشن تور پورې کړ چې د پاکو او رڼو انتخاباتو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

ده وویل، د دوی په سیمو کې خلک ووټ اچولو ته هم نه پرېښودل کېږي.

تر دې مخکې ایم کیو ایم، جماعت اسلامي او پیپلز ګوند هم په کراچۍ کې د انتخاباتو په اړه اندېښنې وښودې او جماعت اسلامي خو په کراچۍ او حیدر اباد کې له انتخاباتو پرېکون هم اعلان کړ.

د پاکستان چیف الېکشن کمېشنر (د انتخاباتي کمېشن مشر) پخواني قاضي فخر الدین جي ابراهیم هم له رسنیو سره د خبرو پر وخت په کراچۍ کې د ګډوډۍ په اړه اندېښنه وښوده.
XS
SM
MD
LG