د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیان ټولټاکنو کې نوی حکومت ټاکي


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په لړ کې نن د شنبې ورځ سهار اته بجې ووټونه اچول پیل شوي.

په دې انتخاباتو کې د قامې اسمبلۍ د ۲۷۲ څوکیو کې د ۲۶۹ څوکیو له پاړه اته کروړه او شپږ لکه کسان ووټ اچوي.

په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان سخت ګواښونه کوي، نن په پاکستان کې پارلېماني انتخابات کیږي.


په سیمه ییز وخت اته بجې ووټونه اچول شورو شوي دي او تر پینځو پوری به دوام لري.

د پاکستان په شپږ شپیته کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې واک له یوه جمهوري حکومته د انتخاباتو له لارې بل جمهوري حکومت ته انتقالیږي.

د قامي اسمبلۍ (دری سوه دوه څلويښت ۳۴۲) او د صوباۍ اسمبليو (اووه سوه اتويشت ۷۲۸ ) څوکيو له پاره د څه باندې کانديدانو ترمنځ انتخابات کېږيد اليکشن کميشن له مخې د انتخاباتو له پاره شا و خوا اته کروړه دوه شپېته لکه وټونه رجسټر شوي دي چې په کې د خيبر پښتونخوا يو کروړ دوه ويشت لکه شپږ شپېته زره او قبايلي سيمو ولس لکه اته څلويښت زره وټونه دي.

له خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو څخه په ګډه دوه زره دوه سوه او څلور نوي اميدواران انتخاباتو ته ولاړ دي.

د دوه سوه دوه اويا حلقو له پاره څه کم اويا زره پو لنګ سټېشنې جوړی کړل شوي دي او دولس ۱۷ کروړه او نوي لکه نه زياتی بلټ پېپری هم دی پولنګ سټېشنونو ته رسول شوي دي.

په کورمه ایجنسی کې د خرابی امنيتي وضع له کبله د حلقه این اې اته ديرشم ۳۸ انتخابات ځنډول شوي دي.

د منځنۍ کورمې ایجنسۍ مرستیال پولټیکل ایجنټ محمد نعیم خان پرون مشال راډیو ته وویل چې دوی دغه پريکړه روسته له هغې کړی چې ځایي خلکو او انتخاباتي اميدوارانو غوښتنه کړی وه چې په سيمه کې حالات کړ کيچن دي او انتخابات دی وځنډول شي.

په قبایلي سیمه کورمه کې له امنیتي پوځیانو سره تر نښتې وروسته وسله والو طالبانو د پاړه څمکنیو زیاتره برخې تر خپل واک لاندې راوستې دي.

تر دې وروسته بیا د ممکنه پوځي عملیاتو د وېرې له کبله د پاړه څمکنیو له سیمې په سلګونه کورنیو کډې شورو کړې دي.


د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ګډون په ټول پاکستان کې پولنګ سټېشنې حساسګرځول شوي دي.

د خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې په ګډه دری زره ، اووه سوه ، پنځه نوي پولنګ سټيشنې حساسه او دوه زره ، دری سوه ، دری اتيا ډيری حساسه ګرځول شوي دي.

چارواکي وایي، نن شپږ لکه امنیتي ساتونکي د انتخاباتي مرکزونو ساتنه کوي.

د پيښور اسسټنټ کمشنر عارف الله حبيب پرون مشال راډیو ته وويل چې د امنيت ټېنګ ساتلو له پاره يې تر لسو زرو پوری امنيتي اهلکار ځای پر ځای کړي دي

په انتخاباتي کمپېن کې شا و خوا د تشدد څه باندې اوو اويا پيښې شوي دي چې په کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي او دری نيم سوه ۳۵۰ ژوبل شوي دي، چې د زياتره پړه وسلوالو طالبانو منلی او ويلي دي چی دوی به د انتخاباتو پر ورځ هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG