شاهین بونیری
رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې لیکلي دي، په انتخاباتو کې که هر یو سیاسي ګوند بریالی شي، وړومبۍ کار به يې دا وي چې د هیواد د نظام چلولو له پاره د بلینونو ډالرو د مرستو ترلاسه کولو له پاره د نړیوالو مالي ادارو سره خبرو ته کیني.
پاکستان دا فکر کوي چې ګنې د ۱۸۰ ملیونو خلکو یو داسې هیواد دی چې په ایټمي وسلو هم سنبا ل دی او د مغرب او هند پر ضد جذبات هم ډېر لري نو نړیواله ورورولي به يې دی ته پرینږدي چې د مالي پنګو د نیشتوالي سره مخ شي. خو دا جواري ده.
تر څو چې د مالیې نړیوال صندوق (آي ایم ایف) پاکستان له د مالي مرستو یو بل پیکج ورنکړي نو ممکنه ده چې په راروانو شپږو میاشتو کې هیواد د اقتصادی ستونځو سره مخ شي.
او په دغه اړه خبرې د وړاندې نه پیل شوي دي.
د ایشیا د پرمختیا بنک وايي، د قرضو د ورکولو او اقتصادي بحران نه د بچ کیدو له پاره پاکستان د ۶ نه تر ۹ بلینه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د اضافي مالي مرستو له پاره له پاکستان سره د ایشیا د پرمختیا د بنک او نړیوال بنک په ګډون د نورو قرض ورکونکو هیوادونو لکه امریکه ، چین او سعودي عرب سره د ناستې نه علاوه بله لار نشته.
ټول خپل خپل مفادات یا ګټې په نظر کی لري.
مغربي هیوادونه په ترتیب سره د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستلو له پاره د پاکستان مرستې غواړي .
رویټرز لیکي د نولس سوه اوویایم د لسیزې راهیسې پاکستان د (آي ایم ایف) نه قرضه اخلي اي ایم ایف غواړي چې د تاوان پوره کولو له پاره پاکستان د توانايۍ په مد کې اصلاحات وکړي.
پاکستان یو یونټ بجلي په ۹ روپۍ ورکوي ولی خرڅ پرې ۱۲ روپۍ راځي.
آيي ایم ایف دا هم غواړي چې پاکستان د ټیکس جال هم پراخه کړي ولی د پیپلز ګوند په حکومت کې د ټیکس ورکولو کچه نوره هم ټیټه شوه او یواځې ۰.۵ فیصده خلکو ټیکسونه ورکړي دي.
د پیپلز ګوند کاندید اویس مظفر په خپلو کاغذونو کی د ۸.۱ ملیونه ډالره اثاٍثې ښودلي دي ولی ټیکس يې ۱۴۰ ډالره ورکړې دی.
د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي چې که په واک کې راشي نو د ټیکسونو په ټولو معاملې ته به ډېره توجه ورکوي د دستاویزات ښايي چې د ګوند ګڼ شمیر چارواکو د نیشت برابر ټیکس ورکړې دی.