د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني صدراعظمه افغانستان ته راغلې ده


د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل نن د جمعې پر ورځ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې ده.

چارواکو ویلي دي، چې میرکل نن مزار شریف ته تللې او هلته له میشتو جرمني سرتیرو سره ګوري.


په دې سفر کې له انګیلا میرکل سره د جرمني د دفاع وزیر ټوماس دي مایزیر ملګرتیا کوي.

میرکل افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې؛ شپږ ورځې مخکې په دې هیواد کې یو جرمني سرتیري له وسله والو سره په نښته کې ووژل شو. دا په تیرو دوو کلونو کې لومړنی جرمني سرتیری دی چې؛ په افغانستان کې وژل کیږي.

دا مهال جرمني په افغانستان کې څلور زره درې سوه سرتیري لري چې؛ ټاکل شوې ده، د ناټو د نورو غړیو هیوادونو له سرتیرو سره د ۲۰۱۴م کال تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي.

خو جرمني وړاندیز کړی چې، غواړي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره خپل اته سوه سرتیري له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم په افغانستان کې وساتي.
XS
SM
MD
LG