د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزني: د يو قومندان په ګډون ۵ تنه طالبان ووژل شول


سيدشاه سقیم
د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې چې په کې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي.


دوی وايي، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو وتلي جنګي قومندان هم شامل دي.

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه درې بجې د قره باغ ولسوالۍ په ايين سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی دی، چې وروسته ملي اردو او ملي پوليس هم سيمې ته تللي، او د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې ده.

په نښته کې، د چارواکيو په وینا، پنځه تنه طالبان وژل شوي چې يو په کې د دوی سيمه ييز قومندان شامل دی.

د قره باغ ولسوال فضل رحمان وايي، په نښته کې د وژل شويو دريو تنه جسدونه پوليسو ولسوالۍ ته راوړي، او دوه جسدونه طالبانو له ځان سره وړي دي.

دوی وايي، ولسوالۍ ته د پوليسو په راوړلو شويو جسدونو کې د واحد يار په نامه د طالبانو يو وتلی سيمه ييز قومندان شامل دی.

"په درې بجې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو د ايين پر پوسته بريد وکړ، خو وروسته ملي اردو او ملي پوليس هم سيمې ته ورغلل او د دواړو خواوو تر مینځ جګړه شروع شوه، په دغه جګړه کې ټول پنځه نفره طالبان وژل شوي چې د دوو جسدونه یې طالبانو له ځان سره وړي دي، او د دريو جسدونه پوليسو ولسوالۍ ته راوړي دي. "

په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو يو وتلی قومندان، واحديار چې په نمبر يک مشهور دی، هم شامل دی.

چارواکي وايي، په دغه نښته کې نه افغان سرتېرو او نه هم عامو وګړو ته ځاني زيان اوښتی دی.

تر اوسه پورې طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم په قره باغ کې د پوليسو او طالبانو تر مینځ نښته شوې وه، چې دواړو غاړو په کې يو بل ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ادعاوې کولې.
XS
SM
MD
LG