د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرانشاه کې چاودنه شوې


د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د یوې بمی چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یوویشت نور ژوبل شوي.


د پولیټیکل انتظامې د چارواکو په وینا بم په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای کړې شوي وو.

د ځایي خلکو په وینا چاودنه د میرانشاه په خوژه خان چوک کې د انتخاباتي امیدوارانو دفترونو ته نژدې شوې ده.

خو دا نه ده معلوم چې ددې چاودنې هدف کوم انتخابي دفتر وو.
تر دا دمه ددې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخیستی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG