ظفرکریمي
کراچۍ: په سیند صوبه کې سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل ګوند او پیپلز ګوند ددغې صوبې د قومي او صوبایي اسمبلۍ په زیاتره سیټونو په خپل مینځ کې د اتحاد اعلان کړی دی.
د پنجشنبې په شپه په مردان هاوس کراچۍ کې خبرې غونډې ته په وینا کې د دواړو ګوندونو چارواکو تاج حیدر او سنیټر شاهي سید وویل چې په پاکستان کې ترهګر لیبرل ګوندونو په ضد یې حملې کوي نو ځکه په داسې وخت کې د دواړو ګوندونو اتحاد د وخت ضرورت دي.
د خبري غونډې روسته مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند مشر شاهي سید وویل، د داخلي سند څخه د عوامي نیشنل ګوند ټول امیدواران او د کراچۍ ښار د قامي اسمبلۍ له ۳ څوکیو او د صوبایي اسمبلۍ له ۸ څوکیو څخه د پیپلز ګوند د ا میدوارانو په حق کې کیناستلي دي.
د قامي اسمبلۍ له ۲۵۸،۲۵۰او ۲۴۰ څخه دغه شان د صوبایي اسمبلۍ له ۹۰،۹۲،۹۴،۱۱۳،۱۱۴،۱۲۶،۱۲۹ او ۱۳۰ څخه زموږ د ګوند نامزاد امیدواران د پیپلز پارټۍ د امیدوارانو په حق کې دستبردار شوي دي
سنیټر شاهي سید زیاته کړه راتلونکو ټاکنو کې د کراچۍ څخه د دوي د ګوند ۵ امیدواران د سند اسمبلۍ له پاره او درې امیدواران د قامي اسمبلۍ له پاره په ټاکنو کې برخه اخلي .
خبري غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند لوړ پوړي چارواکي او د سند صوبې د پخواني اعلی وزیر سلاکار تاج حیدر وویل د عوامي نیشنل ګوند سره د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې هم دوي اتحاد کړې و چې ښې فایلې لرلې وې
هغه زیاته کړه د سند اسمبلۍ له دریو سیټونو او د قامي اسمبلۍ له یوې چوکۍ څخه د پیپلز ګوند امیدواران د عوامي نیشنل ګوند د امیدوارانو په حق کې کیناستلي دي.
د دواړو ګوندونو ترمنځ د اتحاد اعلان که مونږ مخکې کړې وې نو ډېره به ښه وې ، دواړه ګوندونه لیبرل او پرمختګ خوښونکي دي او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او نورو ډېرو مسایلو په اړه یو نظر لري نو ځکه زموږ ترمنځ اتحاد ضروري وو.
دا فیصله زموږ د اعلي مشرتابه ترمنځ شوې ده.
یاده دې وي د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې عوامي نیشنل ګوند او پیپلز پارټۍ په سند صوبه کې اتحاد کړې و.
دغه ځل عوامي نیشنل ګوند ته دوه څوکۍ ورکړل شوې وې او په دواړو چوکیو د یاد ګوند امیدوارانو ګټه ترلاسه کړی وو.