د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا ولایت کې درې تنه وسلوال مخالفین نیول شوی



نجیب الله الوخیل
د پکتيکا ولايت اړوند په شکين او خيرکوټ ولسواليو کې د دوو جلا جلا نښتو پر مهال يو تن وسلوال وژل شوی او درې تنه نور ژون دي نيول شوي دي.


د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: نن سهار نږدې لس بجې د پکتيکا ولايت په شکين سرحدي ولسوالۍ کې افغان پوله ساتو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې یو تن وسلوال مخالف وواژه.

په اعلامیه کې زیاته شوې،چې نن غرمه مهال وسلوالو مخالفينو د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د بلوخیلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمه بريد وکړ، سيمې ته افغان امنیتي ځواکونه د سيمه ييزو پولیسو مرستې ته ورسیدل، چې له لنډې نښتې وروسته درې تنه وسلوال له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای ژوندي ونيول شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې دواړو نښتو کې ملکي وګړو او يا افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د یادو نښتو په اړه د دولت کومې وسلوالې مخالفې ډلې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ورځ هم په دوو بیلا بیلو بمي چاودنو کې ۱۶تنو د دولت وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG