د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د یوسف رضا ګیلاني زوی وتښتاوه


نا څرګندو وسله والو د پاکستان د پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني زوی وتښتاوه.

ځایي پولیسو او پخواني وزیر اعظم ګیلاني د مشر زوی ګیلاني په وینا د هغه مشر ورور حیدرګیلاني نن د پنجشنبې ماسپښين په ملتان کې تښتول شوی.


علي حیدر ګیلاني د ملتان له ۲۰۰مې حوزې نه دپنجاب صوبايي اسامبلۍ ته د پيپلز ګوند کاندید دی.

د تښتول شوي تن پلار او پخواني وزیر اعظم یوسف رضاګیلاني یوې نړیوالې رسنۍ ته ویلي، چې زوی یې د ملتان په فرخ ټاون سیمه کې په یوه ګوندي غونډه کې ناست و چې ناڅاپه وسله والو پرې برید وکړ، د هغه سکرتر يې وواژه، پنځه تنه نور يې ټپیان کړل او حیدر ګیلاني يې وتښتاوه.

یوسف رضا ګیلاني د نوازشریف پر مسلم لیګ ګوند تورلګولی چې دده زوی يې تښتولی دی.

تراوسه لا چا د پيښې مسوولیت نه دی منلی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG