د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په لنډه موده کې به د افغانستان حالات بدل شي"


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون د خپل هېواد د ملي امنيت شورا ته وويل: د ناټو ځواکونو امنيتي ماموريت، چې په ۲۰۱۴ کال پای ته رسېږي، په سيمه کې ثبات ټينګ نه کړای شو.


د روسيې د ولسمشر په وينا له ټولو نښو نښانو داسې ښکاري چې په لنډه موده کې به د افغانستان حالات بدل شي:

«بهرني ځواکونه، چې عموماً يې امريکايي پوځيان مشري کوي، تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په افغانستان کې له تروريزم او سخت دريځو ډلو سره په مبارزه کې لازم پرمختګ وکړي. ټول دلايل ښيي چې په نژدې راتلونکي کې به د افغانستان حالات بدتره شي.

نړېوال تروريستان او سخت دريځې ډلې د بې ثباتۍ لپاره خپل پلانونه نه پټوي او بې له شکه دوي به هڅه وکړي چې خپل ورانکاره فعاليتونه ګاونډيو هيوادونو ته وغځوي.»

ولسمشر پوتين د روسيې د ملي امنيت له شورا څخه وغوښتل چې د روسيې په جنوبي پولو کې د ستراتيژۍ د پياوړتيا لپاره وړانديزونه چمتو کړي.

د روسيې ولسمشر د افغانستان د مخدرو موادو د توليد او قاچاق پر زياتېدو هم اندېښنه ښکاره کړه، ويې ويل:نړيوال امنيت ساتونکي ځواکونه يا ايساف په دې لړ کې په افغانستان کې اغېزمن ګامونه نه دي اخيستي.

د ده په وينا له همدې کبله دا امکان شته چې شته چې له افغانستان څخه نورو هيوادونو ته د مخدرو موادو ستونزه هم زياته شي.

د سږ کال په لومړيو کې د روسيې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې رييس ويکتورايوانوف ويلي و چې په ۲۰۰۱ کې د تروريزم پرضد د جګړې له پيله تراوسه پوري د افغانستان د هيروينو توليد څلوېښت برابره زيات شوي او د تلپاتې سولې د عملياتو له پيله تراوسه پوري په نړۍ کې د افغانستان په هېروينو کې يو مليون انسانان مړه شوي دي.

د ايوانوف په وينا د مخدرو موادو له خرڅلاوه زر مليارد ډالره په منظمو جنايتونو لګول شوي دي.

د روسيې چارواکو د دغو څرګندونو په اړه ايساف يا ناټو تراوسه پوري څه نه دي ويلي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ايساف ځواکونو له ويندوي سره خبرې وکړي خو وياند په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د روسيې ولسمشر له افغانستان سره د خپل هيواد د همکارۍ په اړه وويل، روسيه همدااوس د افغانستان له حکومت سره د ملکي متخصصانو، پوليسو او اردو د روزنې په برخو کې مرسته کوي او دې هيواد ته يې بشري مرستې هم ورکړي دي.

د روسيې ولسمشر ښاغلي پوتين دا هم وويل چې روسي شرکتونه حاضر دي چې د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د بيا جوړولو لپاره په ګډو پروژو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG