د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، د تحریک انصاف له نظره



د پاکستان پارلماني انتخابات د مې میاشتې پر یوولسمه کیږي، دغه انتخابات هرڅو که د دې هیواد له پاره مهم ګڼل کیږي همدومره د سیمې په تیره د افغانستان له پاره هم د اهمیت وړ بلل شوي دي.

د انتخاباتو کمیسیون د معلوماتو له مخې د مرکزي پارلمان یا قومي اسامبلې د ۲۷۲ انتخاباتي څوکیو ټولټال څلورنیم زره کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

د څارونکیو په باور د اصف علي زرداري پيپلز او د نوازشریف مسلم لیګ د پایلوبې ګټلو او دراتلونکي حکومت جوړولو کوشش کوي، خو دا ځل تحریک انصاف ګوند چې تر ډیره دځوانانو له ملاتړه برخمن دی دهغوی لپاره یو نوی سرخوږی ګڼل کیږي.

د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې هرګوند خپله تګلاره په ډاګه کړې، پر کورنيو مسایلو سربیره یې د سیمې او نړۍ په باب هم خپل دریځ روښانه کړی، خو تحریک انصاف یو له هغو ګوندونو دی، چې په تګلاره کې يې د افغانستان په باب هیڅ نه دي ویل شوي.

ددې ګوند له یوه مخکې مشر شوکت علي یوسفزي مې وپوښتل، چې د افغانستان په باب يې پالیسي ګونګه ده که څنګه؟

"افغانستان زموږ لپاره ډیر اهمیت لري، یو خو زموږ ګاونډی هیواد دی بل دا، چې منځني ختيځ ته زموږ د تجارتي مالونو د انتقال مهمه لاره ده.

تر هغې چې په افغانستان کې امنیت نه وي ټينګ شوی د پاکستان اقتصاد نه شي ښه کیدی او چې اقتصاد ښه شي نو امنیت خپله ښه کیږي.

ترټولو مهمه خبره دا، چې موږ په افغانستان کې دامریکا نفوذ ختمول هم غواړو ځکه چې افغانستان یو ازاد و مستقل هیواد دی، افغانستان باید خپل برخلیک ټاکلو ته پریښودل شي"

یوسفزی وايي ګوند يې نه یواځې له ګاونډيو بلکې د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د برابرۍ پربنسټ دوستانه روابط غواړي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند په ظاهره د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له موجودیت سره مخالف دی.

شوکت یوسفزی همداراز په دې لړ کې د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پرویزمشرف پالیسي ناسمه او د افغانستان په کورنیو چارو کې بیځایه مداخله بولي:

"په افغانستان کې جنګ، چې په هر نوم و د هرچا ترمنځ و بې له شکه دا د افغانانو کورنۍ مسله وه خو له بده مرغه چې امریکا راغله او هلته يې مداخله وکړه بیا تر ټولو بده يې لا دا چې زموږ دهغه وخت واکمنو په لوی لاس په دې مسله کې ځان ښکیل کړ، زه باوري یم چې افغانان د خپل برخلیک ټاکلو وړتیا تر بل هرچا ښه لري"

د پاکستان په انتخاباتو کې که څه هم کورني مسایل لکه امنیت، اقتصاد، د بريښنا ستونزه اوځينې نور عمده ټکي دي، خو له هند سره زړه دښمني او بل لور ته د ډيورنډ کرښې پرسر راپورته شوی تازه جنجال د لویو ومطرح ګوندونو لپاره یو ګواښ بلل کیږي.

شوکت یوسفزی د امني، چې که ګوند يې ګټونکی ثابت شي نو له هندسره اړیکې به د تل پشان یو چلنج وي خو د ډیورنډ پرکرښه راپورته شوی نوی جنجال یونړیوال سازش بولي:

"د ډيورنډ لاین موضوع راپورته کول یا جنګ جګړې دا هرڅه یوسازش دی، دغو خلکو په یو ډول دسیمې امنیت ګډوډ کړ اوس يې بله لوبه پيل کړې. زه فکر نه کوم چې زموږ او د افغانستان ترمنځ دې دغسې یومشکل و اوسي. موږ یو دبل سرحداتو ته پوره درناوی لرو"

د ښاغلي شوکت څرګندونې پرخپل ځای، خو په مجموع کې دوسله والو طالبانو او نورو تندلارو ډلو پروړاندې ددې ګوند دریځ د ځینې مذهبي ګوندونو پشان نرم یا په بله معنی دوستانه ګڼل کیږي.

د پاکستان راتلونکي پارلماني انتخابات ځکه د اهمیت وړ بلل کیږي، چې پر۲۰۱۴ میلادي کال نه یواځې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات کیدونکي دي، ورسره ټاکل شوې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي او امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG