د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخابات به څنګه شی؟


هارون باچا
د ايکسپريس ټرېبيون په اداريه کې راغلي، په راتلونکيو انتخاباتو کې که چيرې د نواز شريف مسلم ليګ د عمران خان د تحريک انصاف له لاسه ماتې خوري، چې د ورځپاڼې په خبره، د دغسې کېدلو امکان ليدل کيږي، نو په نتيجه کې به يې يو ګوند هم په يوازې سر د حکومت جوړولو توانمندي و نه لري.


د ورځپانې په ليکنه، په داسې حالاتو کې مالوميږي چې په مرکز او پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ نواز ډلې او د پيپلز ګوند شريک حکومتونه جوړ شي.

ورځپاڼه زياتوي، پيپلز ګوند لا هم کولای شي په مرکز او پنجاب کې د دريمې غټې پارټۍ په توګه وځليږي.

په ليکنه کې پوښتنه شوې چې ولې نواز شريف او عمران خان نه شي کولای ګډ حکومت جوړ کړي؟ دې پوښتنې ته داسې ځواب ويل شوی چې عمران خان د دغسې کېدلو په لار کې خنډ دی.

نوموړي د انتخاباتو له پاره د (نوي پاکستان) شعار خپل کړی، چې د ورځپاڼې د اداريې له مخې، خپله عمران خان يې هم نه شي تعريفولای او هم دغه وجه ده چې د حکومت جوړولو له پاره له مسلم ليګ (ن) او یا هم پيپلز ګوند سره لاس يو کول به ورته ګران وي.

ورځپاڼه کاږي، د عمران خان غټه بريا دا ده چې په انتخاباتو کې يې د پاکستان ځوان کهول له ځان سره ملګری کړی دی.

نوموړی که چيرې د حکومت جوړولو له پاره يو کمزوري ګوند ته لاس ورکوي نو کېدلای شي د ده ځوانان ملاتړي يې له دغه پرېکړې سره مخالفت وکړي.

د دې برعکس، عمران خان که چيرې د اپوزيشن پر چوکيو کېناستل غوره کړي نو هيله کېدای شي چې د ۲۰۱۸ م کال تر انتخاباتو پورې خپل دغه ځوانان ملګري له ځان سره وساتي او په کې له دې ټولټاکنو زياتې رای تر لاسه کړي.

د ورځپاڼې په اداريه کې وړاندې ليکل شوي، د نواز شريف مسلم ليګ او د عمران خان تحريک انصاف، دواړو ګوندونو د امريکا ضد پاليسي خپله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ايسټيبلېشمنټ له امريکا سره په يو شمېر موضوعاتو، لکه له افغان طالبانو سره خبرې او له افغانستانه د ناټو وتل او تر هغې وروسته حالت په اړه خبرې پيل کړې دي.

د ورځپاڼې په باور، پاکستاني ايسټيبلېشمنټ به غواړي چې د دې ګوندونو له امريکا ضد شعارونو څخه د ځان له پاره ګټې پورته کړي.

خو د ورځپاڼې په اداريه کې پوښتنه شوې چې پاکستان به د هند او افغانستان پر وړاندې کومه پاليسي خپلوي؟

د اداريې په پای کې ويل شوي، د پاکستان د انتخاباتو پايلې چې هر څنګه وي، خو يوه خبره يقيني ده او هغه دا چې دغه هېواد به د خپلو سياسي، ټولنيزه او اقتصادي مسالو د حل له پاره د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوستۍ او ښې همکارۍ يوې پاليسۍ کارولو ته اړتيا ولري.
XS
SM
MD
LG